Language

د بلخ سوداګر: د رېل پټلۍ تر اوسه موږ ته کومه ګټه نه ده رسولې

مزارشريف (پژواك ٢٣ سلواغه ٩٠): د مزارشريف او حيرتان بندر ترمنځ د اورګاډي د غځېدلې کرښې د جوړېدو چارې له تېرو څو مياشتو راهيسې بشپړې شوې، خو د دغه ولايت سوداګر وايي، چې لا يې هم دوى ته هغه ډول ګټه نه ده رسېدلې، څومره چې يې تمه لرله.

 

دغه كرښه، چې د حيرتان بندر له لارې افغانستان له ازبكستان سره نښلوي، د دواړو هېوادونو په سوداګريزو او اقتصادي چارو كې د ژور مثبت بدلون تمه ورته كېږي.

 له حيرتان بندر د مزارشريف تر هوايي ډګره د رېل ۷۵ كيلومتره كرښه د تېر يو كال په اوږدو كې د نړيوال اسيايي بانك په مالي ملاتړ د ۱۲۹ ميلونه امريكايي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

كه څه هم مسوولين له دغې پټلۍ څخه د ګټې اخيستنې د پيل خبر وركوي، خو د مزارشريف سوداګر وايي، چې لا يې هم ترې په سمه توګه ګټه نه ده اخيستي.

په دغه ولايت کې د سوداګرۍ د خونې سرپرست عبدالوهاب وايي، چې له جوړې شوې دې پټلۍ څخه سوداګرو ته تر اوسه کومه ګټه نه ده رسېدلې، بلکې زيان يې ورته اړولى دى.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، له ازبکستان څخه چې په اورګاډي کې کوم توکي راوړل کېږي، دغه اورګاډى له حيرتان څخه تېرېږي او د لارې په اوږدو کې ورته دوه تمځايونه، چې يو يې په نعيم اباد سيمه او بل د مزار شريف په هوايي ډګر کې دى، جوړ شوي او د يادو تمځايونو په ساحه کې ورته د توکو د ساتلو ځايونه (اهنګرونه) نه دي جوړ شوي.

د نوموړي په وينا، پخوا دوى د توکو د واردولو پر مهال تر حيرتانه پورې کرايه ورکوله او هلته يې خپل توکي ساتل، خو اوس له يادو تمځايونو څخه خپل توکي زېرمتونونو ته لېږدوي، چې له امله يې پر دوى دوه ځلې کرايه راځي.

عبدالوهاب له اړوند چارواکو وغوښتل، چې په يادو تمځايونو کې دې د زېرمتونونو جوړولو ترڅنګ سوداګرو ته نورې اسانتياوې هم برابرې کړي.

په مزارشريف كې د نفتي توکو سوداګر پيرمحمد هم شکايت کوي، چې تر اوسه له يادې پروژې دوى ته کومه ګټه نه ده رسېدلې.

هغه پژواك ته وويل: ((دا سمه ده، چې د رېل له لارې د مالونو انتقال هم په ارزانه بيه وي او هم په لږه موده كې ډېر مالونه انتقالېږي، خو چې په پوره توګه او له ټولو امكاناتو سره جوړه وي.))

نوموړي زياته كړه، چې دمګړۍ پرته له دې، چې د ايساف مالونه به پرې راځي، داسې بله كومه ځانګړې ګټه ترې نه اخيستل کېږي.

د هغه په وينا، د اورګاډي دغه پټلۍ يوازې د مزارشريف تر هوايي ډګره غځېدلې، چې هلته افغان سوداګرو ته د سوداګريز توكو لپاره اړينې ذخېرې او ځايونه نه دي جوړ شوي.

پيرمحمد وويل، كه چېرې دغه كرښه د مزارشريف تر سېلو وغځېږي، نو هلته به د سوداګرو مالونه، چې تر يو ځايه يې د راټولېدو اسانتياوې شته دي، خوندي وي.

ځيني سوداګر بيا په هر حال كې د جوړې شوې كرښې په جوړېدو خوښ دي او د خپل سوداګريز كاروبار د پرمختګ له بنسټيزو لارو يې ګڼي.

د تېلو سوداګر سيد تقي نبي خېل پژواك ته وويل: ((اوس هم د رېل پټلۍ په لومړني حالت كې ده، دا لا د كارونو پيل دى، د وخت په تېرېدو به ټولې ستونزې هوارې شي.))

نوموړي زياته كړه، چې كه څه هم په دې وروستيو كې په حيرتان بندر كې هم د سوداګرو لپاره اسانتياوې برابرې شوې وې، خو د رېل كرښې له سمې كارونې وروسته به نه يواځې د مزارشريف سوداګريز كاروبار ښه شي، بلكې د ټول هېواد په سوداګريزو چارو کې به مثبت بدلون راشي.

د هغه په وينا، د رېل له لارې د سوداګريزو توكو لېږدول د نړۍ په كچه له ټولو اسانه او كم مصرفه لاره ده، چې په لومړي ځل په افغانستان كې تجربه كېږي.

د حيرتان بندر او مزارشريف ترمنځ د رېل كرښې مسوول انجنير عبدالباري پژواك خبري اژانس ته وويل، دغه كرښه چمتو ده، چې ۲۴ ساعته پرې سوداګريز توكي له ازبكستان څخه د حيرتان بندر له لارې مزارشريف ته ولېږدول شي.

د هغه په وينا، د يادې پټلۍ په مرسته پر يوه وار نږدې ۴۲۰۰ ټنه سوداګريز توكي له ازبكستان څخه نېغ مزارشريف ښار ته لېږدول كېداى شي، چې پخوا به د يو موټر له لارې يواځې ۶۰ ټنه سوداګريز توكي لېږدول كېدل.

انجنير باري وويل، چې پخوا به سوداګريز توكي له ازبكستانه تر را اوښتو وروسته په ورځو ورځو په حيرتان بندر كې ايسار او بيا به د موټرو له لارې مزارشريف ښار ته لېږدول كېدل، چې خورا ډېر وخت به يې نيوه.

نوموړي زياته كړه، چې دمګړۍ يو سوداګر دې ته اړتيا نه لري، چې په حيرتان بندر كې د خپل يو استازي لپاره دفتر ونيسي او يا هم له حيرتان بندره د خپلو توكو په لېږد پيسې ولګوي.

د هغه په قول، اوس سوداګر خپل سوداګريز توكي په هماغه بيه نېغ له ازبكستانه مزارشريف ښار ته لېږدولى شي.

د ريل پټلۍ رييس وايي: ((ددغې رېل پټلۍ چارې بشپړې دي؛خولا په پوره توګه سوداګر ترې ګټه نه شي اخيستلای او ددوی لپاره په لومړني حالت کې دی. د نايب اباد او هوايي ډګر تمځايونه هم جوړيږي؛ خو ټاکلی وخت يې نه دی معلوم.سوداګر هم بايد په دې برخه کې مرسته وکړي او د خپلې اړتيا وړ انګرونو جوړولو لپاره دې حکومت لاس ورکړي.))

د حيرتان بندر د ښارګوټي رييس قاضي نجيب الله هم د رېل جوړې شوې كرښې د بلخ له ولايت سربېره د هېواد په اقتصادي او سوداګريزو چارو کې مثبت بدلون ګڼي.

نوموړي زياته كړه، چې دغه كرښه ټوله په دولتي دښتو كې تېره شوې او په هېڅ ډول يې كرنيزو او ملكي ځايونه ته زيان نه دى اړولى.

د هغه په وينا، جوړه شوې كرښه به د ازبكستان او افغانستان ترمنځ په اقتصادي او سوداګريزو چارو كې خورا مثبت بدلون راولي.

نجيب وويل، چې له دې مخكې به په لارو کې د ستونزو له امله ځيني سوداګريز توكي پر وخت نه رسېدل، له دې وروسته به دغه ستونزه ډېره نه وي.

نوموړي په هوايي ډګر كې د سوداګريزو توكو د ذخيرو د نشتوالي په اړه وويل، چې بايد هر سوداګر د خپلو سوداګريزو توكو لپاره په مناسب ځاى كې ذخيرې جوړې او ګټه ترې واخلي.

حيرتان بندر د هېواد له مهمو بندرونو څخه شمېرل كېږي، چې د بلخ ولايت ډېرى عوايد له همدغه بندر څخه لاس ته راځي.

قاضي نجيب وويل، چې د رېل له جوړې شوې كرښې سره به د سوداګرو په وارداتو او صادراتو كې زياتوالى راشي، چې له امله به يې د دغه بندر عوايد نور هم ډېر شي.

نوموړي زياته كړه، چې په ۱۳۸۹لمريز كال كې دوى له دغه بندر څخه ۲۰۰ ميليونه امريكايي ډالر عوايد ترلاسه كړي وو.

نوموړي د ۱۳۹۰لمريز کال د عوايد د نه شمېرنې له امله كره شمېر په ډاګه نه کړه، خو زياته يې كړه، چې ښايي د تېر كال په پرتله يې عوايد څه باندې ۳۰ سلنه زيات شوي وي.

Related Topics