کابل (پژواک ٢٤ سلواغه ٩٠): په يو شمېر ولايتونو کې د دولت لس مخالفين او د ملي اردو يو سرتېرى ووژل شول او درې نور ټپيان شوي دي.
هغه خبرپاڼه، چې د کورنيو چارو وزارت له لوري نن (د سلواغې ٢٤مه) پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې کاږي، چې ياد شمېر وسلوال مخالفين د تېرې يکشنبې په ورځ د ملې پوليسو له لوري په کابل، هلمند، پکتيکا او فراه ولايتونو کې وژل شوي دي.
سرچينه وايي، چې په دغو ولايتونو کې د ملي اردو، ملي امنيت او ايساف ځواکونو له لوري په ټوليزه توګه شپږ عمليات ترسره شول، چې په ترڅ کې يې درې وسلوال مخالفين نيول شوي دي.
د سرچينې په وينا، چې په عملياتو کې دوه کلاشينکوفونه، يوه تومانچه، ١١ماينونه، ١٦لاسي بمونه،د ثقيله وسلو ٢٥مرمۍ، د سپکو وسلو ١٣٠٠ مرمۍ، ٩٠ کيلوګرامه امونيم نايتريت او څه باندې شپږ ټنه نشه يي توکي د ملي پوليسو لاس ته ورغلي دي.
د کورنيو چارو وزارت وايي، چې ملي پوليسو تېره ورځ ١٠ کړۍ ډول ډول ماينونه، د راکټ لانچر او مېزايلو دوه مرمۍ، دوه لاسي بمونه، چې د وسلوالو مخالفينو له لوري د ورانکاره کړنو په موخه ځاى پرځاى شوي وو،په ننګرهار، بلخ،کندهار، هلمند او خوست ولايتونو کې کشف او شنډ شوي دي.
ملي دفاع وزارت هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، چې د ملي اردو منسوبينو په هلمند او کندهار ولايتونو کې د پرسونل ضد دوه ماينونه او د هاوان يوه مرمۍ، چې د ماين په بڼه جوړه شوي و، کشف او شنډ شوي دي.
خبرپاڼه زياتوي، چې د ملي اردو يو منسوب د کابل– جلال اباد د لويې لارې په اوږدو کې د ورېښمين تنګي په مربوطاتو کې د دندې پر مهال وژل شوى او بل يو ټپي دى او دوه نور د هلمند په موسى قلعه او د کندهار په ژېرۍ ولسوالۍ کې ټپي شوي دي.
د يادونې ده،دکورنيو چارو وزارت پرون د يو لړ عملياتو په ترڅ کې په يو شمېر ولايتونو کې د دولت د اوو وسلوالو مخالفنيو د وژلو، د دوو د ټپي کېدو او ١٨ نورو د نيولو خبر ورکړ.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن