ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

author avatar
14 Feb 2012 - 13:12
د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ
author avatar
14 Feb 2012 - 13:12

 کابل ښار (پژواک ٢٥ سلواغه ٩٠): د کابل چاپ نننيو ورځپاڼو خپلې سرمقالې تر ډېره بريده له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د پوځونو د وتلو کليزې ته ځانګړې ګړې او دا موضوع يې له بېلابېلو اړخونو څېړلې ده، خو د دې ترڅنګ د پاکستان په يوه زندان کې د طالبانو د يوه لوړ پوړي چارواکي مړينه او د ولسي جرګې له خوا د کابينې د ځينو غړو استجواب او استيضاح هم د ځينو ورځپاڼو له خوا څېړل شوې ده.

د ويسا، سرنوشت، ملي باور او وحدت غير دولتي ورځپاڼو او د انيس، اصلاح او هېواد دولتي ورځپاڼو ټولو خپلې نننۍ سرمقالې له افغانستان نه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو کليزې ته ځانګړې کړې او د دې پېښې بېلابېلو اړخونو ته يې اشاره کړې ده.

د ويسا ورځپاڼې د سلواغې ۲۶مه د پرديو او پردي پالو د ذلت ورځ بللې او په داسې حال کې، چې دا ورځ د هېواد په تاريخ کې د وياړ يوه ورځ ګڼي، پر افغانستان يې د پخواني شوروي اتحاد د يرغل بېلابېل اړخونه څېړلي دي.

ورځپاڼه په داسې حال کې، چې د افغانستان اوسنى وضعيت پر افغانستان باندې د شوروي يرغل له حالت سره ورته بولي ليکي، پر دغه ولس چې څومره د يرغل او تېري خونړي توپانونه تكرار شي، باور مو دى چې د غيرتي ولس د حماسو او وياړونو ورځې به زياتې شي او بس.

د سرنوشت ورځپاڼه هم ورته موضوع را اخيستې او په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د ماتې له کليزې څخه د يادونې په ترڅ کې دا پوښتنه مطرح کوي، چې تر کله به يوازې د دښمن پر ماتې وياړو؟  

سرنوشت ورځپاڼه همدارنګه په ٢٠١٤ کال کې له افغانستان څخه د امريکا او ناټو پوځيانو احتمالي وتلو ته اشاره لري او ليکي، چې بهرني ځواکونه به افغانستان پرېږدي او يا به اړ شي، چې افغانستان پرېږدي، موږ به يو ځل بيا له يوه زبرځواک څخه خلاص شو، خو دا خورا مهمه ده، چې له دغه خلاصون وروسته د ځان جوړولو لپاره څه کوو؟

د ملي باور ورځپاڼه، چې په ډېرو پېښو کې د سرنوشت له ورځپاڼې سره ورته نظر لري، له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د وتلو دکليزې د يادون ترڅنگ ليکي، چې موږ د دښمن د ماتولو ترڅنګ، د خپل ځان جوړونې ته هم اړتيا لرو.

ملي باور ورځپاڼه هغه جنايتونه هم څېړي، چې پر افغانستان باندې د شوروي د يرغل په موده کې وشول او همداراز له افغانستان څخه د شوروي د ځواکونو تر وتلو وروسته کورنيو جګړو ته هم اشاره لري او ليکي، چې دا سمه ده، چې موږ اتلان يو، خو د دې ترڅنګ ځان جوړونې ته هم اړتيا شته.

د وحدت ورځپاڼه هم له افغانستان څخه د پخواني شوروي د ځواکونو وتل او همدارنګه د امريکا او ناټو ځواکونو له اټکليز وتلو سره پرتله کوي او د دواړو پېښو ترمنځ توپيرونه او ورته والى څېړي او ليکي چې د ٢٣ کلونو په تېرېدو سره د افغانستان خلکو يو ځل بيا په خپل هېواد کې د بهرنيو ځواکونو شتون تجربه کړ او بيا هم له خپل هېواد څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په درشل کې دي.

وحدت ورځپاڼه وړاندې بيا په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو شتون او په افغانستان کې د امريکا او ناټو ځواکونو د شتون ترمنځ پرتله کوي او په دې اند ده، چې د افغانستان وګړي نن هم د ٢٣ کاله وړاندې په څېر له هماغه اندېښنو او امنيتي ګواښونو سره مخ دي، چې هغه مهال ورسره مخ وو.

د انيس دولتي ورځپاڼه په خپله نننۍ ګڼه کې د سلواغې له ٢٦مې څخه د درسونو تر سرليک لاندې ليکي، چې دا ورځ د افغانستان په معاصر تاريخ کې د برياوو له خاطراتو ډکه يوه ورځ ده او ورځپاڼه په دې اند ده، چې د افغانستان خلکو د تاريخ په اوږدو کې له بې شمېره استعمارګرواو يرغلګرو سره مخ شوي دي او له هغو سره يې مبارزه کړې ده.

د اصلاح دولتي ورځپاڼه هم په خپلې نننۍ ګڼه کې پر همدې موضوع ليکنه کړې او په دې باور ده، چې نن هم د افغانستان خلک د پخواني شوروي اتحاد د هماغه يرغل له اغېزو ځورېږي او د ورځپاڼې په خبره د افغانستان نننۍ بدمرغۍ پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د هماغه يرغل پايلې دي.

د خدمتګار ورځپاڼې د نن ورځې په ګڼه کې د حکومت او ولسي جرګې ترمنځ تاوتريخوالي ته اشاره کړې او په دې اند ده، چې د ولسي جرګې نا مهاره صلاحيتونه د حكومت له كاري صلاحيتونو سره په ټكر كې دي او د كارونو مخنيوى يې كوي.

خدمتګار ورځپاڼه وړاندې د ولسي جرګې له خوا د دوو وزيرانو د استيضاح او څو نورو وزيرانو د استجواب پرېکړې ته په اشارې سره ليکي، چې د ولسي جرګه د وزيرانو د استجواب او استيضاح لپاره ډاډمن نورمونه او معيارونه نه لري او دغه كار دوى ته د بې پولې صلاحيت زمينه برابره كړې، چې د حكومت كاري صلاحيتونو ته يې خنډونه جوړ كړي دي.

په همدې ترتيب د افغانستان ورځپاڼې هم د ولسي جرګې له خوا د وزيرانو د استجواب او استيضاح پرېکړې ته اشاره کړې او د ولسي جرګې دغه اقدام، چې د دې جرګې د اداري پلاوي تر ټاکل کېدو سمدستي وروسته پورته کېږي، د تعجب او حيرانتيا وړ ګڼلى دى.

افغانستان ورځپاڼه د خپلې سرمقالي په دوام ليکي، چې که چېرې ولسي جرګې د حکومت له کړنو د سم نظارت، د حکومتي چارواکو د ځواب ورکونې او د پارلمان د ځاى او ونډې د ټاکنې په موخه د هڅې په غرض دغه کار ته اقدام کړى وي، نوضروري او نېک کار ګڼل کېږي، خو د ورځپاڼې په خبره، که چېرې د دغه کار تر شا شخصي، سياسي او غچ اخيستونکې انګېرنې او اقدامات نغښتي وي، نو ويلاى شو، چې دا ډول حرکتونه له تبليغاتي هڅې پرته بله لاس ته راوړنه نه شي درلوداى.

د هشت صبح ورځپاڼې په نننۍ ګڼه کې د پاکستان په يوه محبس کې د طالبانو د يوه چارواکي ملاعبيدالله اخند مړينې ته اشاره کړې او په دې نظر ده، چې دغه پېښې طالبانو ته د اپيغام له ځان سره درلود، چې پاکستان هم اوس د طالبانو لپاره د امن ځاى نه دى.

د هشت صبح ورځپاڼه د افغاني طالبانو پر وړاندې د پاکستان په خاوره کې د دغه هېواد کړنې څېړې او ليکي چې پاکستان کولاى شي د طالبانو له هر دويمې يا درېمې درجې مشر سره په ساده گۍ دا ډول کړنه ترسره کړي؛ ځکه نو ورځپاڼه له طالبانو غواړي، ترڅو له دې ټولو کړونو پند واخلي او پاکستان ته نور د (نه) ځواب ورکړي او د خپل هېواد په بيا ابادولو کې ونډه واخلي.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.