Language

په بلخ کې بې وزلۍ، بې کورۍ او سړې هوا کابو ۹۰ تنه مړه کړي

مزارشريف (پژواک د سلواغې ۲۵مه ۹۰): د بلخ د مزاشريف د ښاروالۍ چارواکي وايي، چې په تېرو يوولسو مياشتو کې يې د مزاشريف ښار له بېلابېلو برخو څخه ۷۷ موندل شوي جسدونه خاورو ته سپارلي دي.

 د دغې ښاروالۍ د تنظيف د څانګې مشر ضياء الحق عطايي نن د سلواغې په ۲۵مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا هغه کسان دي، چې د لوږې، سړې هوا او نشه يي توکو د زيات استعمال له امله مړه شوي او د پوليسو له خوا د حضرت علي د روضې شاوخوا او د ښار پر ځينو کوڅو او سړکونو موندل شوي دي.

 نوموړي زياته کړه، چې د ځينو شخصي خصومتونو له کبله وژل شوي کسان هم د ښار په څنډو کې موندل شوي، چې خپلوان يې د جسد وړلو ته تر ټاکلي وخت نه دي حاضر شوي.  

 د هغه په وينا، په دغو جسدونو کې سپين ږيري، ښځې او ماشومان شامل دي، چې ډېری پر خير غوښتنه بوخت وو.

 عطايي د ښځو او ماشومانو کومه شمېره ونه ښوده، خو ويې ويل چې دا جسدونه پوليسو پيدا کړي او د مزاشريف حوزوي روغتون ته تر سپارلو وروسته، د دغه روغتون په قرنتين کې تر ټاکلې مودې ساتل شوي دي.

  نوموړي زياته کړه: ((د دغسې جسدونو خاورو ته سپارل د ښاروالۍ کار دی. همدا نن مې څلور جسدونه خاورو ته وسپارل.))

 د بلخ د مرکز مزارشريف ښار د حضرت علي د روضې شاوخوا ته لسګونه سپين ږيري، معيوبين،  ښځې او ماشومان خير غواړي، چې ډېری يې د شپې له خوا هماغلته ويده کېږي.

 د حضرت علي د روضې سوېل لور ته د دوو سړکونو تر منځ ساحه کې، چې شنې کټارې ترې تاو دي او ځای ځای په کې ونې ولاړې دي، ۱۵ کلنه ماه ګل او ۲۵کلن خاوند يې د ځمکې لاندې د يوه قبر په اندازه ځای کې له واورې او باران څخه ځان ژغوري.

 نوموړې چې نيمه له ځمکې راوتلې وه، پژواک ته وويل: ((دا قبر نه دی، يوه کنده ده، چې له مجبورۍ مو کېندلې ده، ځای مو نه درلود، د واورې او باران لاندې و، دا ځای مو وکينه او دلته اوسېږو.))

 د هغې ښۍ سترګه توره اوښتې وه او په وينا يې ځينو خير غوښتونکو يې د خاوند په شخړه کې تر دې وهلې وه، چې نوره يې بې هوښه کړې وه. 

 ماه ګل وويل، چې په دولس کلنۍ يې واده کړی او لا تر دې دمه يې سم کور نه دی ليدلی.

 ٥٠کلن غلام رسول يو له هغو کسانو دى چې د روضې په شاوخوا کې يې د ده په وينا، نږدې شل کاله تېر کړي دي.

 نوموړی چې د روضې جنوبي دېوال ته ناست و، پژواک ته يې وويل: ((ډېرې شپې راغلي، چې رڼا شوې؛ نو يو نيم کس به د پټو لاندې ساه ورکړې وه.))

 هغه له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د دوی لپاره دې د اوسېدو ځانګړی ځای جوړ کړي.

 له بلې خوا د کار او ټولنيزو چارو رياست چارواکي، په تېرو دوو مياشتو کې د سړې هوا له امله په نشه يي توکي د څه باندې ۱۰ تنه روږدو د مړينې خبر ورکوي.

 د دغه رياست د ټولنيزو چارو څانګې امرې راکعې احمدي پژواک ته وويل، چې دغه رياست د ښاروالۍ په مرسته څه باندې ۳۰۰ تنه روږدي کسان د مزارشريف ښار سوېل لور ته د مدير قيوم د کشمش پاکۍ په ګودام کې راغونډ کړي دي.

 نوموړې زياته کړه، چې دغه روږدي کسان په ياد ګودام کې د خوړو، ځان او سالون د ګرمولو امکانات نه لري او له همدې امله يې ځينې مړه شوي دي.

 د هغې په وينا، د دغه رياست له شخصي امکاناتو څخه يو شمېر روږدو کسانو ته يې ژمنۍ جامې وېشلې دي، چې بسنه ورته نه کوي.

 احمدي وويل، چې د کار او ټولنيزو چارو رياست په مشرۍ د ټولنيز مصوونيت په نوم کمېټه هره مياشت بېړنۍ غونډه جوړوي، چې په کې ورته مسايل څېړل کېږي.

 نوموړې زياته کړه، چې په دې کمېټه کې  ۳۴ دولتي او غير دولتي ارګانونه غړيتوب لري، چې تېره مياشت يې د بې سرپناه خلکو د ژغورنې پر موضوع خبرې وکړې.

 د هغې په وينا، په دې غونډه کې د کډوالو رياست او سرې مياشتې ادارې ته دنده وسپارل شوه، چې د ورته کسانو د غونډولو او ژغورنې په برخه کې د اړتيا وړ تدابير ونيسي.

 د کډوالو او بې ځايه شويو رييس عبدالصبور قادري پژواک ته وويل، چې د دوی مسوليت يواځې په کډوالو او بې ځايه شويو پورې اړه لري.

 نوموړي زياته کړه چې هغو کسانو ته ځای برابرولای شي، چې يواځې د کډوالۍ کارتونه ورسره وي.

 د هغه په وينا، دا د سرې مياشت او کار او ټولنيزو چارو رياست مسووليت دی، چې يادو کسانو ته سرپناه برابره کړي.

 د پژواک خبريال د سرې مياشتې له چارواکو سره پر مرکې ونه توانېد.

Related Topics