Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلال اباد (پژواک ٢٧ سلواغه ٩٠): بهرنيو ځواکونو د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې کې يو تن وژلى او يو يې له ځان سره بېولى دى.

د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ د امنيتي چارو مسووليت، درې اونۍ مخکې له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته وسپارل شو.

د دغې ولسوالۍ د سراچې د کلي اوسېدونکي او قومي مشر ملا شريف پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا ٢ بجې، بهرنيو او افغان ځواکونو د دغې سيمې د کډوالو پر کورونو عمليات ترسره کړل.

د ده په وينا، لومړى بهرنيو ځواکونو خلک په کورونو او کوټو کې بند کړل او پلټنه يې پيل کړه، چې وروسته يې نور خوشې کړل او يو ٧٠ کلن سپين ږيرى يې په ډزو وواژه.

نوموړي وويل، چې دغه راز ګډو ځواکونو د سيمې يو کس له ځان سره هم بېولى دى.

په ختيځو ولايتونو کې د ايساف مطبوعاتي دفتر په سيمه کې عمليات تاييد کړل؛ خو زياته يې کړه، ياد عمليات په ختيځ کې مېشتې برانکو لوا نه دي ترسره کړي او په اړه يې کره معلومات نه لري.

خو په کابل کې د ايساف ځواکونو د ګډې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي چې دوى په بهسودو کې نه بلکې په روداتو ولسوالۍ کې عمليات کړي، يو وسلوال مخالف يې وژلى او بل تن يې ژوندى نيولى دى.

د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي پژواک اژانس ته وويل، چې د ترسره شويو عملياتو په اړه يې د افغان او نړيوالو ځواکونو د قوماندې له ګډ مرکز (OCCP) څخه سپيناوى غوښتى دى.

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې زياته کړه، چې په هغو سيمو کې چې امنيتي مسووليت يې افغان ځواکونو ته سپارل شوى وي، بهرني ځواکونه د افغان ځواکونو په غوښتنه عمليات ترسره کولاى شي.

د يادونې وړ ده، چې په بهسودو ولسوالۍ کې افغان ځواکونو ته د واک له لېږد څخه وروسته، دا لومړى ځل دى چې هلته د عملياتو په ترڅ کې يو تن وژل کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.