Language

اسعد اباد (پژواک ٢٩ سلواغه ٩٠): د کونړ ښاري محکمې د اووه زره جعلي امريکايي بانک نوټونو د چلند په تور يو تن ته په ډاګيزه محکمه کې د پنځه کاله او دوه مياشتو تنفيذي بند سزا واوروله.

 د ملي امنيت څارنوال ډګروال ملنګ د محکمې پر مهال د دوسيې لنډ جريان ولوست او ويې ويل، چې تورن هدايت الله دوه مياشتې وړاندې هغه مهال د صرافانو له خوا ملي امنيت ته وسپارل شو، چې غوښتل يې پر يو تن صراف شاه محمود اووه زره جعلي بانک نوټونه وچلوي.

 د هغه په خبره، تورن په خپل جرم اعتراف کړى او ويلي دي، چې ده ته د کابل په احمدشاه بابا مېنه کې د خليل نومي له خوا ياد جعلي ډالر د ديارلس سوه اصلي ډالرو په بدل ورکړل شوي و، چې له کابل او جلال اباد پرته يې په لرې پرتو ولاياتو کې وچلوي، چې په کونړ کې د چلند پرمهال ونيول شو.

  څارنوال د کورني امنيت او بهرني قانون د ١٩مې مادې پربنسټ، تورن ته د جزا غوښتنه وکړه چې له پنځو څخه تر لسو کالو پورې ياده شوې ده.

 د تورن مدافع وکيل محمدطاهر فيصل ومنله چې موکل يې جرم ترسره کړى دى؛ خو هغه له قضايي پلاوي څخه وغوښتل، چې د ده پر موکل رحم وکړي؛ ځکه د ده په خبره، د بل چا له خوا دوکه ورکړل شوې ده.

 تورن، هدايت الله د عبدالله زوى چې د نورستان ولايت د کامدېش اوسېدونکى يې ځان معرفي کړ، هم په خپل جرم اعتراف وکړ او د قانون هرې پرېکړې ته يې غاړه کېښوده.

 د صراف شاه محمود  وراره حفيظ الله پژواک ته وويل، چې هدايت الله له اووه زرو ډالرو سره د ده صرافۍ ته راغى او غوښتل يې چې ډالر په کلدارو بدل کړي.

 هغه زياته کړه: ((ما يې جعلي ډالر وپېژندل او سم له واره مې ملي امنيت ته خبر ورکړ.))

 د ډاګيزې محکمې قضايه هيئت مشر قضاوتمن محب الله، د دوسيې تر کتلو او د ټولو خواوو د خبرو تر اورېدو وروسته جرم ثابت او مشهود وباله؛ د خپل صلاحيت او د جرم د سپکوالي او دروندالي ته په پام سره يې تورن ته د کورني او بهرني قانون د ١٩مې مادې د دويمې فقرې د حکم له مخې، د پنځه کاله او دوه مياشتو تنفيذي بند سزا واوروله.

 هغه په قضيه کې د دخيل خليل نومي کس د عدلي تعقيب غوښتونکى شو.

 دغه راز قاضي د جزا قانون د ١٣٢مې مادې له مخې، د نيول شويو اووه زرو جعلي امريکايي ډالرو د محوه کېدو حکم وکړ.

 د دغې علني محکمې يو ګډونوال محمدشعيب وايي، چې که په بېلا بېلو جرمونو تورن مجرمين د محاکمې مېز ته راښکل شي، نو د جرمونو په کچه کې به ټيټوالى راشي. هغه د تورن هدايت الله پر وړاندې د قضايي هيئت پرېکړه عادلانه وبلله.

 د يادونې ده چې په کونړ کې د ښاري محکمې له لوري دغه ډول په لسګونو تورنو ته په ډاګيزو محکمو کې سپکې او درنې سزاوې اورول شوې دي.

 

Related Topics