ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

author avatar
18 Feb 2012 - 15:00
د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ
author avatar
18 Feb 2012 - 15:00

 کابل ښار (پژواک ٢٩ سلواغه ٩٠): د کابل چاپ نننيو ورځپاڼو تر ډېره برېده د خپلې اونۍ پيل په اسلام آباد کې د افغانستان، پاکستان او ايران سرمشريزې ناستې او اسلام آباد ته د ولسمشر حامدکرزي سفر ته ځانګړى کړى دى او د دې درې اړخېزې ناستې پايلې او لاس ته راوړنې يې څېړلې دي.

د ارادې ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې د اسلام آباد د درې اړخېزې ناستې په اړه د بحث په ترڅ کې د درې واړو ولسمشرانو ترمنځ د تړلو دروازو شا ته خبرو اترو ته هم اشاره کوي او د سيمې د هېوادونو ترمنځ همغږي او يووالي ته په خوشبينانه نظر ګوري.

اراده ورځپاڼه په دې اند ده، تر هغه چې د سيمې هېوادونه، په تېره بيا افغانستان، ايران او پاکستان په خپل منځ کې ستونزه ولري، څه ډول کولاى شي د نړى د لويو کړکېچونو د حل لپاره اقدام وکړي.

دغه ورځپاڼه د خپلې سرمقالې په دوام ليکي، چې په سيمه کې د هر اړخېز پرمختګ او ثبات لپاره په کار ده چې د سيمې هېوادونه په خپلو کې متحد شي، په ټولو مسايلو کې يو بل ته ژمن او رېښتيني وي او په سيمه کې د سولې د ټينګښت لپاره کار وکړي.

د ملي باور ورځپاڼه هم د درې اړخېزې ناستې خبرې اترې څېړلې دي او د ولسمشر کرزي هغه څرګندونو ته اشاره لري، چې له دواړو ګاونډيو هېوادونو يې غوښتي وو، ترڅو د تشو وعدو پر ځاى له افغانستان سره عملي او ريښتنې همکاري وکړي.

د ملي باور ورځپاڼه د ارادې ورځپاڼې بر عکس د دغو درې اړخېزو خبرو اترو پايلو ته ډېره خوشبينه نه ده او په داسې حال کې، چې د افغانستان په اړه د پاکستان او ايران نيتونو ته د شک په سترګه ګوري، له دې وېره لري چې بيا به هم دواړه هېوادونه له افغانستان سره د ورځپاڼې په خبره له لفاظۍ څخه کار واخلي.

د سرنوشت ورځپاڼه هم د ملي باور ورځپاڼې په څېر په دې اند ده، چې د اسلام آباد په درې اړخېزه غونډه کې د ايران او پاکستان ولسمشرانو هڅه وکړه، چې له امريکا سره په خپله سيالۍ کې له افغان دولت څخه پر امريکا د فشار د يوې وسيلې په توګه کار واخلي.

سرنوشت هم په دې درې اړخيزه ناسته کې د ولسمشر حامد کرزي هغو خبرو ته اشاره کړې، چې د ورځپاڼې په وينا يې د افغانستان په اړه د دواړو ګاونډيو هېوادونو دوه مخې سياستونه غندلي و او ورځپاڼه په دې اند ده، چې ريښتينې سيمه ييزه همکاري او په افغانستان کې د يوه پياوړي دولت له جوړېدو سره مرسته، دغه دواړه هېوادونه له هغه ممکنه خطر څخه ژغورلى شي، چې دوى يې په افغانستان کې له امريکايي ځواکونو څخه احساسوي.

خو د محور ورځپاڼې بيا اسلام آباد ته د ولسمشر کرزي د سفر بل اړخ څېړلى او په اسلام آباد کې يې د پاکستاني رسنيو له استازو سره د ولسمشر کرزي هغه خبرې را اخيستې دي، چې ويلي يې و، طالبان نه شي کولاى په قطر کې د ځان لپاره يو سياسي دفتر پرانېزي او د افغانستان دولت دا واک لري، چې د خبرو اترو لپاره يو آدرس وټاکي.

د محور ورځپاڼې سرمقاله ليکونکى په دې اند دى، چې د امريکا له خوا د سولې په خبرو اترو کې د پاکستان تر بهر پرېښودل کېدو وروسته اسلام آباد ته د ولسمشر کرزي سفر د اندېښنې وړ ګڼي او د ولسمشر دغه څرګندونې، چې يوازې افغان حکومت د سولې د خبرو اترو اصلي لوبغاړى دى، د ورځپاڼې په ليکنه د سولې او خبرو اترو بهير ټکنى کوي.

د ملي آرمان ورځپاڼه هم په خپله سرمقاله کې همدا خبره څېړي او په داسې حال کې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزېرې دا خبرې، چې که ملا عمر ورسره واى، نو د سولې خبرو اترو ته به يې را کش کړى واى، په اشارې سره يې دغه اندېښنه مطرح کړې، چې ايران او پاکستان غواړي له نړيوالې ټولنې سره د افغانستان اړيکې خرابې کړي.

ملي آرمان ورځپاڼه همداراز ليکي، چې د ايران او پاکستان پروګرامونه په قطعي ډول د افغانستان د تباهۍ لپاره جوړ شوي او د هغې په ترڅ کې د افغانستان ګټو ته ځاى نشته.

د افغانستان ورځپاڼې هم ورته موضوع را اخيستې او د اسلام آباد په درې اړخېزه غونډه کې يې د افغانستان د لاسته راوړنو تر څېړلو وروسته ليکلي دي، چې له دې ناستې څخه د درې واړو هېوادونو لاسته راوړنه د سيمه ييزو ستونزو په اړه د درې واړو هېوادونو يووالى او شتون وو، چې د درې واړو هېوادونو د فرهنګي او تاريخي سابقې ته په پاملرنې سره يې هغوى يو د بل په څنګ کې ساتلي دي.

دغه ورځپاڼه په خپله سرمقاله کې په داسې حال کې، چې اسلام آباد ته د ولسمشر د سفر يوه موخه د سولې د هلوځلو پياوړي کول ګڼي، په دې نظر ده، چې د سولې پروسه هغه وخت بريالۍ ده، چې د هېواد دننه له سياسي ملاتړ څخه برخمنه وي او د هغې لپاره ځانګړې او منظمې طرحې شتون ولري.

د افغانستان ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې پر دې سرمقالې سربېره د حکومت او پارلمان ترمنځ د کشمکشونو په اړه يوه تبصره هم خپره کړې، چې د هغې په ترڅ کې يې د حکومت پر وړاندې د پارلمان د شپاړسمې دورې مقاومت ستايلى او په دې اند ده، چې د حکومت دوو وزيرانو د سلب صلاحيت لپاره د غونډې جوړول د افغانستان په پارلماني تاريخ کې کم سارې پېښه ګڼل کېداى شي.

دغه تبصره ليکونکى وړاندې ليکي، چې د حکومت د ١٦ وزيرانو د استيضاح او استجواب طرحه په ظاهري بڼه پارلمان په لوړه او مقتدرانه دريځ کې درولى دى او دا چې اوس غواړي د کابينې د دوو نورو وزيرانو د استيضاح لپاره غونډه جوړه کړي، دا نو پارلمان ته د حکومت پر وړاندې د خپل قوت د لومړنۍ ازموينې معنا لري.

د خدمتګار ورځپاڼې هم په خپله نننۍ ګڼه کې همدا موضوع څېړلې او په داسې حال کې، چې د اسلام آباد درې اړخېزه ناسته يې د ډيپلوماسۍ تشه ننداره ګڼلې، په دې اند ده، چې د اسلام اباد درې اړخېزې غونډې له تش نمايش پرته كومه لاسته راوړنه نه درلوده.
خدمتګار ورځپاڼه همدا راز ليکي، چې د اسلام آباد په درې اړخېزه غونډه كې درې واړو ولسمشرانو له خپلو پخوانيو دريځونو ننګه كوله او د شريكولو لپاره يې نوي څه نه درلودل او ورځپاڼه په دې اند ده، چې

په دې وروستيو كې له نړيوالې ټولنې سره د پاكستان او ايران د ډيپلوماسۍ د كړكېچ د پراخېدو له كبله دواړو هېوادونو د اسلام اباد له غونډې ډيپلوماسۍ د تشې نندارې يوه فرصت ته اړتيا درلوده.

د انيس او هېواد دولتي ورځپاڼو هم ورته موضوع را اخيستې او دواړه ورځپاڼې په خپلو نننيو سرمقالو کې د دې درې اړخېزې ناستې او د پاکستان له سياسي او حکومتي مشرانو سره يې د ولسمشر حامد کرزي ناستې او ليدنې کتنې څېړلې دي.

انيس ورځپاڼه تر دغه سرليک لاندې، چې درې اړخېزه خبرې اترې او زموږ تمه، په سيمه او نړۍ کې د ايران او پاکستان ستونزو او ګواښونو ته پاملرنه کوي او په دې باور ده، چې په دې ډول شرايطو کې درې واړه هېوادونه د دې ډول ليدنو کتنو او د هغو لاس ته راوړنو ته ځانګړى اهميت ورکوي.

د هېواد ورځپاڼه هم همدا موضوع څېړي او په دې اند ده، چې پر دې ډول تېرو دوو ناستو سربېره، د اسلام آباد وروستۍ ناسته له تېرو دوو ناستو سره ژور توپير لري.

هېواد ورځپاڼه ليکي، چې درې واړه هېوادونه ګډې ستونزې او ګډ ګواښونه لري، چې دا ټول يو ګډ حل غواړي او له همدې امله د درې واړو هېوادونو تر منځ دريمه سرمشرېزه به د ورځپاڼې په خبره، ښې پايلې ولري.

خو د ويسا ورځپاڼې بيا په خپله سرمقاله کې د ناټو د وياند هغو څرګندونو ته اشاره لري، چې ويلي يې دي، چې د ملكي مرګ-ژوبلې د مخنيوي د لارو چارو د موندلو په موخه به يو كنفرانس جوړوي.

ويسا ورځپاڼه امريکايي او ناټو ځواکونو ته مشوره ورکوي، چې دغه ځواكونه نه كنفرانس جوړولو ته اړتيا لري، او نه دې خپل وخت او پيسې په دې لار کې ضايع كوي، يوازې يو اصل دې په روانه جګړه كې رعايت كړي، دا چې افغانان دې د خپلو ټولنو په څېر انسانان وبولي او د ژوند هغه حق دې ورته قايل شي، چې خپلو وګړو ته قايل دي.

د ويسا ورځپاڼه په خپله نننۍ ګڼه کې پر سرمقالې سربېره يوه سياسي تبصره هم لري، چې په هغې کې يې د پوهنې وزارت د نصاب له کتابونو څخه د افغانستان د تېرو څلوېښتو کلونو تاريخ د لرې کېدو موضوع څېړلې ده.

په دې تبصره کې، چې د ورځپاڼې د مسؤول مدير په قلم د نصاب ډندوره د څه لپاره؟ ترسرليک لاندې ليکل شوې ده، چې د وروستيو څلورو لسيزو پر پېښو كلي بحث كېداى شي او تر يوه بريده قضاوت هم كېداى شي، خو د تاريخي واقعيت په توګه د رسمي نصاب په توګه دغه قضاوت ټول اړخونه نه مني، دا يوه لويه ستونزه ده چې د پوهنې وزارت د نصاب په اړه د دوى لاس تړي.

د دې تبصرې ليکوال د افغانستان د تېرو څلورو لسيزو د پېښو تر لنډو څېړلو وروسته همداراز ليکي، چې په تعليمي نصاب كې د وروستيو لسيزو د تاريخ شاملولو هڅې له دې پرته بل تعبير نه لري، چې ياران غواړي ويرونه زموږ پر درانه ولس د وياړونو په نامه ومني.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.