ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سينه او بغل ناروغي د لسو ماشومانو ژوند واخيست

author avatar
18 Feb 2012 - 16:46
author avatar
18 Feb 2012 - 16:46

فيض اباد (پژواک ٢٩ سلواغه ٩٠): د بدخشان ولايت په راغستان ولسوالۍ کې د سينه او بغل د ناروغۍ له امله لس ماشومان مړه شول.

د بدخشان د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکټر نورمحمد خاورې نن (د سلواغې ٢٩مه) پژواک ته وويل، کله چې په راغستان کې د ماشومانو له تلف کېدو نه خبر شو، د کف موسسې (له افغان کورنيو څخه ساتنه) يوه روغتيايي ډله يې يادې ولسوالۍ ته استولې ده.

خاورې زياته کړه، چې ياده ډله پرون د دې ولسوالۍ بشان کلي ته ورسېده او د ماشومانو درملنه يې پيل کړه.

د بدخشان د عامې روغتيا سرپرست زياته کړه، چې د لېږل شوې ډلې د راپور له مخې، د ١٥ ورځو په جريان کې ١٠ ماشومان د سينه او بغل او طرق تنفسي ناروغيو له کبله، د راغستان په بشان کلي کې مړه شوي او لسګونه نور ماشومان دا مهال په دې ناروغيو اخته دي.

هغه زياته کړه چې لېږل شوې ډله، درمل او اړينې اسانتياوې له ځان سره لري او په دې ناروغيو د اخته کسانو د درملنې توان لري.

د کف موسسې مسوول ډاکټر فريد، چې د بدخشان په راغستان کې د روغتيايي خدمتونو مسووليت پر غاړه لري، پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ بشان کلى، چېرته چې ماشومان د ناروغۍ له امله مړه شوي دي، د ولسوالۍ له مرکز څخه ١٨ ساعته واټن لري.

ډاکټر فريد وويل، چې پر ځمکه د درېيو مترو د واورې د شتون له کبله، خلک کلينيک ته تللى نه شي.

هغه همدارنګه تاييد کړه چې د رارسېدلي راپور له مخې، لس ماشومان مړه شوي او لسګونه نور په دې ناروغۍ اخته دي.

نوموړي زياته کړه، چې د دې موسسې يوه روغتيايي ډله د بدخشان د عامې روغتيا د رياست په همکارۍ د اس په مرسته، يادې سيمې ته تللې او دمګړۍ د ناروغانو پر درملنه اخته ده.

هغه زياته کړه، که څه هم چې ياده ډله په طبي امکاناتو سنبال ده؛ خو د دې موسسې دويمه ډله هم په احتياطي توګه ياد کلي ته روانه شوې ده.

په بدخشان کې د پرله پسې درندو واورو ورېدو له امله، له ولايت سره د ولسواليو نښلوونکې لارې تړل شوې او په ډېرو سيمو کې خلکو ته درمل، خوراکي توکي، جامې او همدارنګه د څارويو وښو ته اړتيا ده.

دا لس ماشومان په داسې حال کې د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې مړه شوي دي، چې د يوې مياشتې په موده کې په غور ولايت کې ٥٠ ماشومان د شري ناروغۍ له کبله له منځه تللي او لسګونه نور ماشومان پر دې ناروغۍ اخته دي.

Views: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.