جلال اباد (پژواک د کب لومړۍ نېټه ٩٠) : په ننګرهار ولايت کې دجمعيت اصلاح ټولنې دوه سوه رضا کارو ديوه لاريون په ترڅ کې د تبليغاتي پاڼو په وېشلو سره په جلال اباد ښار کې د ښار پاک ساتنې کمپاين تر سره کړ .
په ختيځو ولاياتو کې دجمعيت اصلاح ددفتر مشر عبد الرحيم صراف د کب په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ښار يانو کې د ښار پاک ساتلو روحيې ژوندۍ ګولو په موخه يې دغه کمپاين تر سره کړ .
نوموړي زياته کړه چې دبېلابېلو ښوونځيو دوه سوه رضاکارو ځوانانو نن د عامې روغتيا روغتون په پاکولو سره خپل تبليغاتي لاريون پيل کړ .
هغه وويل چې لاريون کونکي دعامې روغتيا له څلورلاري څخه پښتونستان واټ ، مخابراتو څلور لاري ، ملنګ جان واټ ، مستوفيت څلور لاري ، شهيد ادم خان واټ او شهيد حاجي قدير واټ ته ولاړل .
نوموړى زياتوي چې لاريون کونکو په هټيوالو ، موټر چلونکو او ښاريانو هغه تبليغات پاڼې ووېشلې ،چې داسلام له نظره پکې د پاکوالي په ارزښت خبرې شوې وې .
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شيرزاد پژواک ته وويل چې تر هغه پورې ناروغۍ له منځه نه ځي او ښار پاکونه ثابته نشي پاتې کيدلى، تر څو چې ټول ښاريان دښار پاکولو احساس پيدا نکړي .
ددې کمپاين يوتن ګډونوال بدرالدين پژواک اژانس ته وويل چې ښار په خپل په هر اوسېدونکي حق لري ، چې پاک يې وساتي.
هغه زياته کړه : (( لکه څرنګه چې موږ خپل کورونه پاک ساتو، دغه راز بايد د خپلو کورونو مخه او ښار هم پاک وساتو.))
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن