Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

 کابل ښار (پژواک ٢ کب ٩٠): د افغانستان د سولې په خبرواترو کې د امريکا د دريځ په اړه د امريکايي سناتور جان مکين څرګندونې، د ملي اردو د ځواکونو د کمښت په اړه د امريکا وړانديز، له امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو په اړه نوې خبرې اترې، ولسي جرګې ته د ورپېژندل شوو نوماندو وزيرانو کارکړنه او يو شمېر نور موضوعات د کابل د نن چاپ ورځپاڼو عمده موضوعات دي.

د ملي باور او هشت صبح ورځپاڼو په خپلو نننيو ګڼو کې د امريکا د سنا مجلس د پوځي کمېټې د مشر سناتور جان مکين هغه څرګندونې څېړلې، چې له يوې رسنۍ سره يې په کابل کې کړې وې.

د ملي باور ورځپاڼه د سناتور جان مکين دغو خبرو ته اشاره لري، چې ويلي يې و، امريکا دمګړۍ له طالبانو سره له يوه ضعيف دريځ څخه خبرو اترو ته داخله شوې او ليکي، چې اوس ټولې نړۍ ته معلومه شوې ده، چې د افغانستان ستونزه د جګړې له لارې نه حل کېږي.

د ملي باور ورځپاڼه په دې اند ده، چې د جګړې له لارې د سولې د ټينګښت په اړه د جان مکين وړاندې شوې نظريه له دې پخوا ناکامه ثابته شوې او دغه ورځپاڼه امريکا او نړيوالې ټولنې ته مشوره ورکوي، چې د ورځپاڼې په ليکنه په يوه لاس کې دې دوه هندواڼې نه نيسي او د افغانستان ناورين ته دې د خبرو اترو له لارې د پاى ټکى کېږدي.

همدارنګه د هشت صبح ورځپاڼه هم د جان مکين همدغه خبرو ته اشاره لري او د نوموړي دغه نظريه، چې امريکا بايد له طالبانو سره د خبرو اترو ترڅنګ د جګړې په ډګر کې هم لاسته راوړنه ولري، د امريکا د ٢٠١٢ کال د ټاکنو لپاره د ګټې اخيستنې يوه پروسه ګڼي.

هشت صبح ورځپاڼه په دې اند ده، چې له طالبانو سره د سولې خبرې بايد د افغانستان په جګړه کې د ښکېلو هېوادونو له سياسي او ټاکنيزو لوبو څخه را و ايستل شي او د ورڅپاڼې په ليکنه بايد دغه مذاکرات په افغانستان کې د شته واقعيتونو پر بنسټ رنګ واخلي.

د ويسا ورځپاڼې هم په کابل کې د سناتور جان مکين او ورسره پلاوي پر ليدنو کتنو او خبرو څېړنه کړې ده او ليکلي يې دي، چې د دغو ليدنو کتنو په ترڅ کې يو ځل بيا له امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو د سند پر سر خبرې اترې شوې دي.

د ويسا ورځپاڼې د سرمقالې ليکوال د دې پوښتنې په راپورته کولو سره، چې له امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو سند په کومو شرايطو لاسليکېږي؟ ليکي چې په دې کې شک نشته، چې له امريکا او لويو هېوادونو سره دوستانه اړيکې او ستراتيژيکه ملګرتيا، هر هېواد ته يو ځانګړى ارزښت لري.

د ويسا ورځپاڼه په دغه نظر ده، چې له امريکا سره دوستي او ملګرتيا زموږ ولس نه د ګاونډيانو له شره ژغورلاى شي، نه زموږ په ولس کې سياسي يو والى راوستلاى شي او نه په خپله د امريکايي ځواکونو له بريدونو او بمباريو څخه موږ خوندي کولاى شي؛ ځکه نو د ورځپاڼې په خبره به چارواکي ولې داسې يو له ذلته ډک سند لاسليکوي؟

د محور ورځپاڼه ولسي جرګې ته د باور رايې ترلاسه کولو په موخه د ور پېژندل شوو نوماندو وزيرانو کړنې څېړې او په دغه نظر دى، چې دغه کسان اکثره يې د تېرو شاوخوا دوو کلونو په ترڅ کې د سرپرستو وزيرانو په توګه پاتې شوي دي او يو يې هم نه دى توانېدلاى چې لږ ترلږه د خپلې پراختيايي بوديجې څلوېښت سلنه مصرف کړي.

محور ورځپاڼه په داسې حال کې چې د حکومت دغه اقدام د قحط الرجال نښه گڼي، په دغه اند ده چې ولسمشر بايد د کسانو د ګومارلو په لړ کې د سياسي مصلحت غوښتنې پر ځاى د هېواد ملي ګټو ته پاملرنه وکړي ترڅو په پاتې نږدې دوه کلونو کې د خلکو په منځ کې ځان ته ښه نوم وګټي.

د ماندګار ورځپاڼه بيا په خپله نننۍ سرمقاله کې د ملي اردو د سرتېرو د شمېر د راکمولو په اړه د امريکا وړانديز څېړلى او په دې اړه يې د افغانستان د ملي دفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردګ هغه خبرو ته هم اشاره کړې، چې د وال سټريټ ژورنال په ورځپاڼه کې راغلې دي.

ماندګار ورځپاڼه وړاندې ليکي، چې د امنيتي ځواکونو د دريمې برخې د کمولو اعلان په داسي حال کې، چې له ٢٠١٤ کال وروسته د واک په بهير کې د طالبانو را ګډول مطرح وي، زموږ لپاره ښه خبر نه دى او د دې طرحې عملي کېدل به ډېرې ستونزې او ګواښونه له ځان سره ولري.

د ملي آرمان ورځپاڼه بيا خپله سرمقاله د کابل ښار د واټونو بندښت ته ځانګړې کړې او په ځانګړې ډول يې د دولتي لوړ پوړو چارواکو د تېرېدو را تېرېدو په وخت کې د ښار د واټونو بندښت ته ګوت نيونه کړې ده.

ملي آرمان ورځپاڼه په داسې حال کې، چې د يو شمېر مشخصو لوړ پوړو چارواکو نومونه اخلي، چې د هغوى د تېرېدو را تېرېدو په وخت د ښار واټونه بندېږي، په دې اند ده، چې دا ستونزه د موقتې ادارې له جوړښت څخه تر اوسه دوام لري او د هغې د لرې کولو په لار کې هېڅ ډول اقدام نه دى شوى.

دغه ورځپاڼه د وزيرانو له شورا او د ملي امنيت له شورا غوښتنه لري ترڅو دې ستونزې ته په پاملرنې سره د هغې د حل لاره ومومي او که نه نو د ملي آرمان په خبره د دغو لوړ پوړو کسانو په حق کې به د خلکو ښېراوې د الله په دربار کې قبولې شي.

د خدمتګار ورځپاڼه په خپله نننۍ ګڼه کې د ماليې وزارت، مرکزي تفتيش او ولسي جرګې ته د پراختيايي بوديجې د نه مصرف په اړه د ور غوښتل شوو وزيرانو د اسنادو او راپورونو تر منځ شته تناقض او نا ورته والي ته ګوته نيسي او په دې نظر ده، چې اوس د ولسي جرګې کار دى، ترڅو دې پوښتنې ته ځواب پيدا کړې، چې دا توپير په څه دلالت کوي؟
دغه ورځپاڼه سره له دې چې د دغه توپير سبب ظاهرا فساد ګڼي خو ليکي، چې بيا هم د هر هېواد د اداري اصولو له مخې كېداى شي مساله توپير وكړي، خو د ورځپاڼې په ليکنه پوښتنه دا ده، چې ايا ولسي جرګه به په دغه كار وتوانيږي؟

د افغانستان ورځپاڼې هم په خپله نننۍ سرمقاله کې ورته موضوع را اخيستې او همدارنګه د ولسي جرګې له خوا يې د کورنيو چارو او ماليې وزيرانو د استيضاح پروسې او د هغې په ترڅ کې د راپورته شوو کړکېچونو ته هم اشاره کړې ده.

دغه ورځپاڼه په دغه نظر ده، چې په تېرو څه د پاسه شپږو کلونو کې د ولسي جرګې استازو له هغو قانوني پراخه اختياراتو او واکونو، چې بايد د هېواد د سياسي نظام د ساتنې او ټينګښت په لاره کې يې ترې کار اخيستى واى د خپلو شخصي، ډله ييزو او قومي ګټو لپاره گټه واخيسته او دغو مسايلو ته په پاملرنې سره د ولسي جرګې له خوا د وزيرانو د استجواب او استيضاح طرحه هم له ستونزو سره مخ شوې او د وزيرانو او سرپرستانو په اړه يې يوې پرېکړې ته رسېدل ګران کړي دي.

د افغانستان ورځپاڼه د پراختيايي بوديجې د لګښټ په اړه د دولت د دريو ارګانونو د اسنادو تر منځ تناقض او نا ورته والي ته په اشارې سره ليکي، چې د دغه ټکي په راپورته کېدو سره د وزيرانو استجواب بې پايلې دى او ډېر وخت اخلي او د ورځپاڼې په خبره بايد ولسي جرګه د ماليي وزارت له خوا د وړاندې شوې قطعيې راپور د صحت او څرنګوالي په اړه څېړنه وکړي، چې وروسته له هغې کولاى شي د استجواب شوو وزيرانو په اړه پرېکړه وکړي.

او په پاى کې د هېواد دولتي ورځپاڼه يو ځل بيا د افغان سولې په بهير کې د پاکستان پر ونډه ليکنه کړې او په دې اند ده، چې پاکستان د افغانستان د سولې په پروسه کې منفي رول لوبوي او وسلوال مخالفين د ورانکارو عملياتو لپاره افغانستان ته را استوي.

د هېواد ورځپاڼه ليکي، چې ولسمشر حامدکرزي اسلام آباد ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې له پاکستاني چارواکو وغوښتل ترڅو په هغه هېواد کې پټ ساتل شوې د وسلوالو مخالفينو مشران د سولې خبرواترو ته حاضر کړي، چې پاکستاني چارواکو د ولسمشر کرزي دغه غوښتنې ته پاملرنه ونه کړه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.