امريکايي ځواکونو پنځه شپې مخکې د قران کريم څلور نسخې د پروان ولايت د بګرام په هوايي ډګر کې وسوځولې، چې دغه کار د خلکو غوسه راوپاروله او د لاريونونو لامل شوى دى.
د لغمان د عامې روغتيا رييس ډاکټر لطيف قيومي د کب پر ٦ مه پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته نن د لاريون له سيمې څخه اتلس ټپيان راوړل شوي دي.
د هغه په وينا، په ټپيانو کې د دوو تنو روغتيايي حالت د اندېښې وړ دى او ټپونه يې ژور دي.
يوه لاريون کوونکي شفيق الله پژواک اژانس ته وويل، چې لاريون دا مهال (١٢:٠٠بجې) پاى ته ورسېد او يو شمېر لاريون کوونکي د لغمان ملکي روغتون ته له خپلو ټپيانو سره د مرستې په موخه تللي دي.
نوموړي زياته کړه، چې د مهترلام په ښار کې دا مهال له هر څلورلاري او کوڅو سره د ملي اردو سرتېري او زغروال موټر ولاړ دي او ښار تړلى دى.
د ده په وينا، لاريون کوونکو د ملي اردو پر سرتېرو د کاڼو ګزارونه وکړل او د ملي اردو سرتېرو يې په غبرګون کې هوايي ډزې پيل کړې.
د هغه په خبره، د ملي اردو هوايي ډزې تر نيم ساعت پورې روانې وې، چې کله کله به يې ځمکنۍ ډزې هم پيل کړې.
شفيق الله وايي، چې ټپي لاريون کوونکي ټول د ملي اردو په ډزو کې کې ټپيان شوي دي.
امنيتي چارواکو په دې اړه تراوسه له څه ويلو ډډه کوي.
دغه راز نن (د کب ٦مه) د پنځمې ورځې لپاره سلګونو تنو په کابل، نيمروز، سرپل، د ننګرهار په ښېوې، حصارک، ګوشته او سره رود ولسواليو کې په لاريونونو لاس پورې کړى او اسلامي مقدساتو ته سپکاوى په کلکه غندي او د دغه کار د عاملينو د مجازاتو غوښتنه کوي.
په داسې حال کې، چې دولت د قرآن عظيم الشان د سوځولو پېښې د څېړنې لپاره يو پلاوى ټاکلى دى، د امريکا ولسمشر بارک اوباما ولسمشر کرزي ته د يوه ليک په ترڅ کې د بګرام په نظامي اډه کې قرآن کريم او نورو مذهبي کتابونو ته د سپکاوي له امله د افغانستان له حکومت او خلکو بښنه غوښتې ده.
اوباما ويلي دي، چې د بګرام پېښه قصدي نه وه او په دې اړه يې ولسمشر کرزي ته د څېړنو ډاډ ورکړى دى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP