Language

د سولې د عالي شورا تښتول شوى غړى خوشې شو

اسعد اباد ( پژواک ٧ کب ٩٠ ) : د سولې دعالي شورا مرکزي غړى مولوي شفيع الله ،چې تېره مياشت په کونړ ولايت کې تښتول شوى و، نن بېرته خوشې شو .

د نورستان ولايت اوسېدونکى او د سولې د عالي شورا مرکزي غړى مولوي شفيع الله د سلواغې د مياشتې په اتمه د کونړ ولايت له اسمار ولسوالۍ څخه د ناپېژاندو وسلوالو لخوا تښتول شوى و.

 

د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي د کب په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې مولوي شفيع الله نن له غرمې مخکې خوشې او له غرمې وروسته د ولايت مرکز اسعداباد ته رسېدلى دى.

 

هغه زياته کړه ، چې مولوي شفيع الله له کومې معاملې پرته د قومي مشرانو او د سولې د عالي شورا د ولايتي دفتر په هلو ځلو خوشې شوى دى.

 

والي وويل چې د هغه په خوشې کولو کې نه پيسې ورکړل شوي او نه هم کوم طالب بندي خوشې  شوى دى.

 

مولوي شفيع الله له خوشې کېدو وروسته پژواک خبري اژانس ته وويل چې دى  سولې ته د  مخالفينو ددعوت کولو په موخه اسمار ولسوالۍ ته تللى و.

 

هغه زياته کړه ، چې په دې ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسلوالو وتښتاوه او دده په اند، د همدې ولسوالۍ په غرنيو سيمو کې يې ساتلى و.

 

د نوموړي په وينا، د بند پر مهال تښتوونکو ورسره ښه سلوک کړى او هېڅ ډول ناوړه چلند ورسره نه دى شوى .

مولوي شفيع الله دتښتوونکو دغوښتنو په اړه څه ونه ويل.

 

د هغه له تښتول کېدو وروسته په کونړ کې يو طالب قوماندان ، چې دنوم له  اخيستو يې ډډه کوله، دده په بدل کې د خپلو بنديانو د خوشې کولو غوښتنه کړې وه.