اسعد اباد (پژواک ٧ کب ٩٠): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري ((کونړ د تاريخ په اوږدو کې)) تر عنوان لاندې علمي – څېړنيز سيمينار د کب په ٧مه، په اسعد اباد ښار کې ترسره شو.
دغه علمي – څېړنيز سيمينار د لسګونو ليکوالو، مشرانو او فرهنګي شخصيتونو په شتون کې ترسره شو.
د سيمينار ګډونوالو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه وغوښتل، چې د کونړ تاريخي سيمو ته په پاملرنې سره د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو پام کونړ ته راوګرځوي.
په دغه علمي سيمينار کې د کونړ پر بېلابېلو سيمو او د دې ولايت پر تاريخي ځايونو د ليکوالو او فرهنګيانو له خوا علمي مقالې ولوستل شوې.
د دې ترڅنګ د سيمينار برخوالو د يوه پرېکړه ليک په خپرولو سره، له دولتي چارواکو وغوښتل چې د کونړ ځنګلونو د پرې کېدو مخه ونيسي او د کونړ پر سيند د برېښنا بند په جوړولو سره دې دغه اوبه مهار کړي.
پرېکړه ليک د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کولتور د رييس استاد اورنګ صميم له خوا ولوستل شو، چې په کې د تاريخ او لرغونتيا د خونديتوب په موخه هرکال د همدغه ډول سيمينارونو د جوړېدو غوښتنه شوې ده.
دغه راز په پرېکړه ليک کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه غوښتنه شوې، چې د هغو تاريخي ځايونو ساتنې ته نوره پاملرنه هم وکړي، چې د ويجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.
په پرېکړه ليک کې په کونړ کې دې د سيلانۍ او سياحت لپاره د يوې فعالې څانګې د جوړولو غوښتنه شوې ده، څو سيلانيان د دې سيمې ليدو ته رامات شي.
د دې سيمينار ګډونوالو وغوښتل، چې د سيد جمال الدين افغان د زوکړې په ځاي کې دې د تلپاتې نښې په توګه يو لوى څلى جوړ شي.
دغه راز په پرېکړه ليک کې د فرهنګي او علمي شخصيتونو د تلين يا زوکړې د ورځو د نمانځلو او د علمي اثارو د چاپولو غوښتنې هم شوې دي.
د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي، سيمينار ته د وينا پر مهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه وغوښتل، چې د کونړ تاريخي ځايونو ته د نورو سيمو په څېر پاملرنه وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال غلام نبي فراهي، دا سيمينار د کونړ د تاريخ پر روښانه کېدو سربېره د علمي او اقتصادي پرمختګ په برخو کې مهم وباله.
هغه زياته کړه چې کونړ تاريخى ولايت دى، ډېرې تاريخي لرغونتياوې لري او په هر ډګر کې يې د نورو افغانانو په څېر د هېواد لپاره قربانۍ ورکړې دي.
نوموړي د کونړ ځنګلونه بې ساري وبلل او له حکومته يې د وهلو د لړۍ د بندولو غوښتنه وکړه.
ياده دې وي چې دا په کونړ کې لومړنى علمي-څېړنيز سيمينار دى، چې جوړېږي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن