جلال اباد ( پژواک ٨ کب ٩٠ ) : په ختيځو ولايتونو کې سرحدي پوليسو د نهو وسلوالو مخالفينو د وژلو خبر ورکړ.
په ختيـځ کې د لومړي زون سرحدي پوليسو قوماندان ولي خان شينواري د کب په ٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار وخته وسلوالو مخالفينو د ننګرهار ولايت د نازيانو ولسوالۍ د ژۍ سر په سيمه کې د سرحدي پوليسو پر پوستې بريد وکړ.
هغه زياته کړه چې په دې بريد کې پوليسو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو په ځوابي بريد کې وسلوالو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لومړي زون سرحدي پوليسو وياندادريس مومند پژواک اژانس ته وويل چې وسلوالو مخالفينو غوښتل دې پوستې ننوځي.
خو نوموړى وايي ، چې سرحدي پوليسو په دې اړه کشفي معلومات ترلاسه کړي و او لا دمخه مخالفينو ته په کمين کې ناست وو.
مومند وويل چې په دې نښته کې نهه وسلوال مخالفين ووژل شول او درې يې په ټپي حالت کې نيول شوي دي.
د هغه په وينا، له مخالفينو څخه اوه ميله وسلې ترلاسه او د وژل شويو مخالفينو پنځه جسدونه هم په سيمه کې پاتې شوي دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په نازيانو کې درنه جګړه شوې، خو دولتي ځواکونو ته يې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.
Views: 14
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP