Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ناټو د اکمالاتو له بندېدو سره د کابل-تورخم پر لويه لاره ترافيکې پېښې کمې شوې

مهترلام (پژواک ٩ کب ٩٠): د کابل-تورخم د لويې لارې مساپر او چلوونکي وايي، چې د پاکستان له خوا د ناټو د اکمالاتو له بندولو وروسته په ياده لاره ترافيکي پېښې کمې او لاره هم تل د ترافيکو پر مخ خلاصه وي.

وروسته له هغه چې د روان لمريز کال د ليندۍ په پنځه نېټه امريکايي ځواکونو په مومندو ايجنسۍ کې د هوايي بريد پر مهال ٢٤ پاکستاني سرتېري و وژل، پاکستان له خپلې خاورې افغانستان ته د ناټو لپاره هر ډول اکمالات بند کړل، چې اوس هم دغه کار ادامه لري.

له دې مخکې هره ورځ د سوداګرو ترڅنګ د ناټو سلګونه اکمالاتي موټر د کابل-تورخم پر لويه لاره کابل ته توکي رالېږدول، چې له امله يې په ماهيپر، سروبي، درونټه او يو شمېر نورو سيمو کې به لويه لاره په ساعتونو بنده وه او ترافيکي پېښې به هم رامنځته کېدې.

خو له تېرو نږدې څلورو مياشتو راهيسې چې پاکستان د ناټو اکمالات بند کړي، نه يواځې ترافيکي پېښې کمې شوې دي، بلکې ياده لاره هم تل د ترافيکو پر مخ خلاصه وي.

اکرام الله کاکړ، چې د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکى او په کابل کې دنده لري هره اونۍ په جلال اباد کې خپل کور ته تګ راتګ کوي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، پخوا به چې مازديګر له کابل څخه روان شو، نو په لاره کې څو ځايه د لارې بندېدو له امله په پنځو او اتو ساعتونو کې جلال باد ته رسېدۀ.

خو کاکړ وايي، چې په دې وروستيو کې له هېڅ ډول ستونزې سره نه دى مخ شوى او په ټاکلي وخت کې خپل منزل ته رسېږي.

جمال احمد هم دغه خبره کوي او وايي، پخوا به چې کله جلال اباد تلو، نو په لاره کې به له څو ترافيکي پېښو سره مخ کېده.

هغه زياته کړه: ((د خداى په فضل سره اوس ترافيکي پېښې بېخي کمې شوې دي.))

د نوموړي په وينا، د ناټو د اکمالاتي موټرو چلوونکي په ډېرې بې احتياطۍ سره موټر چلوي، د همدې بې احتياطۍ له امله هم ترافيکي پېښې رامنځته کېدې او هم لاره بندېدله.

 محب الله چې د کابل-تورخم پر لويه لاره کرولا ټيکسي چلوي وايي، چې پخوا به يې د ترافيکي پېښو او لارې بندېدو له امله د ورځې يواځې يوه پېره کوله.

خو هغه وايي، اوس چې د ناټو اکمالاتي موټر بند شوي، نو لاره تل خلاصه وي او دوى د ورځې دوه درې پېرې کوي.

د يونس په نوم د کرولا يوه بل چلوونکي وويل، چې پخوا وسلوالو طالبانو پر ياده لويه لاره د ناټو پر اکمالاتي موټرو بريدونه کول او هغه يې سوځول، چې له امله به يې لاره د څو ساعتونو لپاره بنده وه.

هغه زياته کړه: ((اوس شکر دى له دې غمه خلاص يو، نه د ناټو اکمالاتي موټر راځي او نه هم پرې برېدونه کېږي، په ډاډه زړه سفر کوو.))

د کابل-تورخم د لويې لارې د لغمان د ساحې قوماندان جګړن صفا ګل هم وايي، چې د ناټو د اکمالاتي موټرو د بندېدو له امله يادې شوې پېښې کمې شوې دي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې ډير وخت پر ناټو ټانکرو دبريدونو له امله لاره بندېدله چې له امله يې لويه لاره دترافيکو پر مخ د څو ساعتونو لپاره بنده وه.

د يادونې ده، چې د کابل – تورخم لويه لاره يوه له هغو خونړيو لارو شمېرل کېږي، چې په کې ترافيکي پېښې ډېرې رامنځته کېږي.

د ځايي چارواکو په وينا، تېر کال (١٣٨٩) پر دې لاره د ترافيکي پېښو له امله ٢٤٣ تنه مړه او ٢١٨٨ نور ټپيان شوي وو.

د کابل د سروبي ولسوالۍ ولسوال حضرت محمد حقبين پژواک ته ويلي وو، چې يواځې د سروبي-کابل ترمنځ د لويې لارې په اوږدو کې ١٣٦ ترافيکي پېښې ورسره ثبت شوې دي او لسګونه کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.