مزارشريف (پژواك ١١ کب ٩٠): د بلخ ولايت امنيتي مسوولينو د هغه تن د نيولو خبر ورکړ، چې غوښتل يې د نوروز مېلې پر مهال د ورانکارۍ کړنې ترسره کړي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول، شېرجان دوراني د كب په ۱۱مه، پژواك خبري اژانس ته وويل چې ياد شوى تن نن له غرمې وروسته، مزارشريف ښار ته د ننوتلو په حال كې له ۱۴۰ كيلوګرامه چاودېدونكو توكو سره ونيول شو.
نوموړي زياته كړه، چې نيول شوى كس د دغه ولايت د خلم ولسوالۍ اوسېدونكى دى، چې له همدې ولسوالۍ څخه يې په زرنج كې ځاى پر ځاى شوي چاودېدونكي توكي مزارشريف ښار ته استول.
د هغه په وينا، له نيول شوي كس څخه د پېښې په تړاو لومړنۍ څېړنې پيل شوې دي.
د مزارشريف اوسېدونكي هم په دې شپو ورځو كې د امنيتي مسوولينو ورته كړنې د نوروز لپاره نېك پال ګڼي.
د دغه ښار د درېيمې ناحيې اوسېدونكي سيداجمل پژواك ته وويل، چې په ورته ورځو كې د دولت مخالف وسلوال هڅه كوي امنيتي حالت خراب كړي، چې زيات زيان يې عامو خلكو ته رسېږي.
نوموړي زياته كړه، چې كه امنيتي ځواكونه په همدې شپو ورځو كې امنيتي چارې ښې تره سره كړي، نو د نوروز مېله به پرته له كومې خواشېنوونكې پېښې ترسره شي.
شېرجان دوراني وويل چې له تېرې اونۍ راهيسي، په مزارشريف ښار كې د نوي كال د نوروز د مراسمو په ښه توګه ترسره كېدو په موخه يې امنيتي تدابير سخت كړي دي.
نوموړي زياته كړه، چې د نوروز مېلې لپاره د ځانګړو تدابيرو امنيتي پلان بشپړ شوى او عملي چارې يې پيل شوې دي.