ښرنه (پژواک ١١ کب ٩٠): د پکتيکا ولايت د ژورنالېستانو ټولنې له دولتي چارواکو څخه د مېلمه راډيو د وژل شوي خبريال د وژونکو د نيولو او محاکمې غوښتنه وکړه.
په پکتيکا کې د مېلمه راډيو مسوول ساديم خان د کب په ٣مه،د دې ولايت په اورګون ولسوالۍ کې د خپل کور تر څنګ د ناپېژانده کسانو له لوري ووژل شو، خو تر اوسه يې وژونکي نه دي معلوم شوي.
د پکتيکا ولايت د خبريالانو ټولنې پرون ناوخته د يوه اعتراضيه غونډې په ترڅ کې د ساديم خان وژنه وغندله او له چارواکو يې د هغه د وژونکو د نيولو غوښتنه وکړه.
په دې غونډه کې د خبريالانو ترڅنګ د پکتيکا د والي مرستيال جمعه محمد ځدراڼ، امنيه قوماندان دولت خان ځدراڼ،د اطلاعاتو او کولتور رييس، د ولايتي شورا استازيو او قومي مشرانو برخه اخيستې وه.
ددې ولايت د خبريالانو د ټولنې وياند عبيدالله سرروضه وال وويل، چې د دې غونډې رابلل د ساديم خان د وژنې غندنه،د هغه د وژونکو د ژر تر ژره نيولو او د خبريالانو د ژوند خونديتوب په موخه ده.
د ده په وينا، خبريالان يواځې د حقيقتونو د موندنې او د ولس او حکومت ترمنځ د پول په توګه کار کوي.
نوموړي زياته کړه،چې له خبريالانو سره بايد په جګړه کې ښکېل اړخونه بې پلوه چلند وکړي او د سر او مال د خونديتوب پام يې وکړي.
د پکتيکا امنيه قوماندان دولت خان ځدراڼ د خبريالانو د نيوکو او پوښتنو په ځواب کې وويل، چې د ياد خبريال وژنه سياسي نه، بلکې جنايي اړخ لري.
نوموړي زياته کړه، چې دوی د ساديم خان د وژونکو د نيولو په اړه پلټنې پيل کړي او ډېر ژر به يې ونيسي او له قانون سره سمه سزا به ورکړل شي.
قوماندان وايي،چې يو شمېر رسنيو د ساديم خان د وژنې په اړه له واقعيت څخه لرې راپورونه خپاره کړي وو، چې ګواکې له نوموړي څخه سرغوڅ کړای شوی و، خو دا حقيقت نه لري.
د ده په وينا، وژل شوى خبريال زيندۍ شوى او په چړو وهل شوى و.
د پکتيکا مرستيال والي جمعه محمد ځدراڼ هم په ياده خبره ټينګار وکړ او ويې ويل، چې دوی هم ددغه خبريال وژنې سخت خواشيني کړي او پر امنيتي ارګانونو يې د جدي پلټنې او د مجرمينو د ژر تر ژره د نيولو غږ کړی دى.
نوموړي زياته کړه، چې د ساديم خان قاتلين به تر ډېره وخته پټ پاتې نه شي او ډېر ژر به د قانون منګولوته وسپارل شي.
د يادونې ده، چې د غونډې په پاى کې يو پرېکړه ليک هم ولوستل شو، چې د پکتيکا خبريالانو د وژل شوي خبريال د وژونکو پر نيولو ټينګار کړى و او د جګړې له ښکېلو اړخونو څخه يې د خبريالانو د خوندي ساتلو غوښتنه کړې وه.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن