Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په کابل کې پر زرګونو بېوزله کورنيو د لومړنيو خوراکي توکيو وېش پېل شو

کابل (پژواک ١١ کب٩٠): د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې نن په کابل کې پر ٤٠٠٠ بېوزله کورنيو د لومړنيو خوراکي توکيو وېش پېل کړ .

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې لومړي مرستيال خان جان الکوزي د کب په ١١ مه ددې لړۍ د پيل پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مرستو وېش دغه لړۍ به په يوه اونۍ کې بشپړه شي.

هغه وويل چې دغه توکي په متحده عرب اماراتو کې افغان سوداګرو د سوداګرۍ او صنايعو خونې له (سخاوت صندوق ) سره مرسته کړې او شاوخوا ٢٠٠ زره امريکايي ډالره ارزښت لري.

الکوزي وويل چې هرې کورنۍ ته٢٥ کيلو وريجې ، پنځوس کيلو اوړه ، ٧ کيلو بوره ، ٨ کيلو غوړي او دوه کيلو چاې ورکول کېږي .

د سرچينې د څرګندونو له مخې، له هغو کورنيو څخه ، چې دغه مرستې به ترلاسه کړي ٢٨٠٠ کورنۍ ، د يادې خونې لخوا په کابل ښار کې د بېځايه شويو کورنيو په کمپونو کې د يوې سروې له مخې مستحق پېژندل شوي دي.

الکوزي وويل چې پاتې ١٢٠٠ کورنۍ يې د کابل ښاروالۍ د تنظيف کارکوونکيو اړوند کورنۍ دي او دغه کارکوونکي د ښاروالۍ لخوا دې خونې ته معرفي شوي دي.

د هلمند د خانشين ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي سلطان حبيب، چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې د کابل په افشارو کې په يوه خېمه کې ژوند کوي او نن يې د مرستې ياد توکي تر لاسه کړل ، وايي : (( په کور کې ١٤ کسان يو، د ورځې په سبزي منډوي کې کراچۍ ګرځوم ، ټوله ورځ چې کار وکړم ايله چې د ورځې خوراک ورباندې برابر شي .))

سلطان حبيب د يادې مرستې په ترلاسه کولو خوښي وښوده او له مرسته کوونکيو څخه يې مننه وکړه .

خان جان الکوزي وويل چې د سوداګرۍ او صنايعو خونه په پام کې لري ، چې د سخاوت د صندوق له لارې د هېواد په نورو ولايتونو کې هم له بېوزلو کورنيو سره مرستې وکړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې ، د سخاوت صندوق يو کال مخکې له بېوزلو سره د سوداګرو د مرستو په موخه جوړ شوى او دا مهال په دې صندوق کې شاوخوا ٥٠ زره امريکايي ډالره شتون لري .

هغه په هېواد کې او له هېواد څخه بهر افغان پانګوالو وغوښتل، چې ددې صندوق له لارې له بېوزلو سره مرستې وکړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.