جلال اباد (پژواک ١٥ کب ٩٠): د نورستان چارواکي وايي، چې له دوو اونيو ځنډ وروسته يې د لوېديځ نورستان د دريو ولسواليو لاره، چې د غره د ښوويېدنې له امله بنده شوې وه، پرانيسته.
د لوېديځ نورستان د نورګرام ولسوال ډاکتر مهرالله د کب په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ګنده لبوک سيمه کې د غره يوه برخه لارې ته ورښويېدلې وه.
هغه زياته کړه، چې له دريو ورځو کار وروسته دوى وکولاى شول، چې دغه لاره د ترافيکو پر مخ پرانيزي.
ولسوال وويل، چې نږدې پنځلس ورځې وړاندې د نورګرام ولسوالۍ په ګنده لبوک سيمه کې پنځوس متره غر را ښويېدلى و، چې په ٢٦٠ چاودنو سره ولسوالۍ او امنيه قومانداني وتوانېدل، چې دغه لاره د کوچنيو موټر پر مخ يې خلاصه کړي.
نوموړي زياته کړه، له غره را ښويېدلي کمرونه، چې په لاره کې پراته دي، پر شپږ فوټه اوږدو فيوزونو باندې، چې هر فيوز دوه کيلو چاودېدونکي توکي نيسي، الوځوي.
د نوموړي په وينا، دا چې دغه لار د لويو موټرو لپاره هم خلاصه شي، په راتلوکو دوو ورځو کې به نور فيوزونه هم والوځوي.
ډاکټر مهرالله وويل: ((چاودېدونکي توکي راته د نورستان والي راکړي او له دريو ورځو راهيسې د پوليسو په ګډون دوه سوه کسان د لارې خلاصولو په حشر کې کار کوي.))
ولسوال وايي، چې نن سهار اته بجې د دواب او منډول ولسواليو د سپرليو موټر د سړک له تړل شوې برخې څخه د لغمان مرکز مهترلام او د نورستان نورګرام ولسوالۍ ته تېر شول.
د لوېديځ نورستان شام درې د کندو کلي مشر ملامحمد نور، چې نن سهار له دغې لارې مهترلام ښار ته راغلى پژواک ته وويل: ((په کور کې مې اوړه او نور خوراکي توکي ختم شول، نن غواړم له مهترلام ښاره خپل کور ته سودا واخلم.))
د يادونې ده، د لوېديځ نورستان منډول ولسوالۍ د غرونو د شتون له امله اوس هم يو کيلومتر پوخ او خام سړک نه لري، خلک يې په خرو او کچرو له يوې سيمې بلې ته ځي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP