ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زر کيلوګرامه چرس ونيول شول

زر کيلوګرامه چرس ونيول شول

author avatar
6 Mar 2012 - 15:32
زر کيلوګرامه چرس ونيول شول
author avatar
6 Mar 2012 - 15:32

کندهار (پژواک ١٦ کب ٩٠): د کندهار ولايت د امنيه قوماندانۍ پوليسو په ډنډ ولسوالۍ کې زر کېلوګرامه خام چرس ونيول.

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول زلمي ايوبي د کب په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه زر کېلوګرامه چرس تېره ورځ د يادې ولسوالۍ د سپين ډاګ په سيمه کې د تلاشۍ پر مهال نيول شوي دي.

هغه زياته کړه، دغه چرس، چې په ډېر مهارت ځاى پر ځاى شوي وو، په يوه تراکتور کې لېږدول کېدل.

د ده په خبره، له دغو نشه يي توکو سره سره په تړاو څوک نه دي نيول شوي، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.

دغه راز پوليسو تېره ورځ په ژېړۍ ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال ٢٣پنځه کېلويي بوشکې چاودېدونکي توکي کشف او له منځه وړي دي.

ايوبي وايي، د دغو دواړو عملياتو پر مهال کومه وسلواله نښته نه ده شوې او نه هم امنيتي او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.