زرنج،فراه ښار ( پژواک ١٧ کب ٩٠): په نيمروز ولايت کې د طالبانو د اکمالاتو مسوول له خپلو دوو همکارانو سره او په فراه ولايت کې ٢٧ شکمن کسان د امنيتي ځواکونو لخوا ونيول شول.
د نيمروز ولايت امنيه قوماندان سمونوال محمد موسى رسولي نن د (کب ١٧مه ) پژواک خبري اژانس ته وويل چې پوليسو تېره شپه په زرنج ښار او خاشرود ولسوالۍ کې د دوو عملياتو په ترڅ کې درې طالبان ونيول.
هغه زياته کړه چې د هلمند ولايت اوسېدونکى او په نيمروز ولايت کې د طالبانو د اکمالاتو مسوول ملا مرجان په نيول شويو کسانو کې شامل دى، چې په خاشرود ولسوالۍ کې نيول شوى او دغه راز يې بيا دوه همکاران په زرنج ښار کې د پوليسو لخوا ونيول شول .
رسولي وويل چې دغه درې تنه يوه مياشت مخکې نيمروز ته استول شوي وو او هغوى ددې ولايت د امنيه قوماندانۍ د اشپز په وژنې،د نيمروز ولايت د ملګرو ملتونو د کډوالو او راستنېدونکو ادارې په نماينده ګۍ او د ملي امنيت پر رياست د لاسي بمونو په غورځولو تورن دي، چې له امله يې دوه پوليس ټپيان شول او همدارنګه په زرنج ښار کې دوه پوليس ددې کسانو لخوا وژل شوي دي .
سمونوال رسولي زياته کړه چې له دې کسانو څخه يو ميل تومانچه ، يو لاسي بم او د کلاشينکوف ٥٠٠ مرمۍ د پولسيو منګولو ته لوېدلې دي.
هغه زياته کړه چې نيول شويو کسانو په خپلو لومړنيو څېړنو کې خپل جرم منلى دى.
د نيمروز د امنيه قوماندان د اشپز جمعه خان مېرمنې پژواک خبري اژانس ته وويل : ” خاوند مې ٢٥ ورځې مخکې هغه مهال په زرنج ښار کې ديوه موټر سايکل سپاره طالب لخوا ووژل شو، چې له سرتېرو پاتې ډوډۍ يې خپلو اولادونو ته راوړله. “
هغې زياته کړه چې خاوند يې سرتېرى نه و او له مجبوريت څخه يې اشپزي کوله.
ديوه بل خبر له مخې، افغان او بهرنيو امنيتي ځواکونو د فراه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې د چاڼيزو عملياتو په لړ کې ٢٧ شکمن کسان نيولي او درې ميله کلاشينکوفونه او يو اندازه نشه يي توکي يې ترلاسه کړي دي.
د فراه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال شمس الرحمن زاهد نن د (کب ١٧مه ) پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه عمليات دوه ورځې مخکې د بالابلوک ولسوالۍ د ناامنه سيمو د تصفيې په موخه پيل شوي وو.
هغه زياته کړه چې په دې عملياتو کې ٢٧ شکمن کسان نيول شوي ، درې ميله کلاشينکوفونه او ٧٠ کيلوګرامه ترياک دګډو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن