کابل ښار (پژواک ١٧ کب ٩٠): په کابل کې نن چاپ ډېرو ورځپاڼو خپلې سرمقالې د مارچ اتمې يا د ښځو نړيوالې ورځې ته ځانګړې کړې، خو ځينو ورځپاڼو بيا هم له امريکا سره د ستراتيژيک سند د لاسليک موضوع هم څېړلې ده.
د هشت صبح، ارادې، چراغ، افغانستان او محور ورځپاڼو په خپلو نننيو ګڼو کې د ښځې له نړيواله ورځې څخه يادونه او د هغې نمانځنه څېړلې ده او هرې ورځپاڼې د دې ورځې ارزښت او له هغې څخه درناوى له خپل اند څخه څېړلي دي.
هشت صبح ورځپاڼه د مارچ د اتمې په درشل کې د افغان مېرمنو وېرې او اميدونه څېړلي دي او په دې اند ده، چې لا اوس هم ډېر شمېر ښځې له دې ورځې خبرې نه دي او همدارنګه د قبيلوي ارزښتونو او کورنيو د تاوتريخوالي قربانې کېږي.
دغه ورځپاڼه د دې په دوام د افغان مېرمنو د ستونزو او کړاوونو په يادولو سره په دې اند ده، چې د افغان ښځې تاريخ له افراط او تفريط څخه ډک دى او له همدې امله ښځې نه دې توانېدلې چې خپل اصلي ځاى ترلاسه کړي.
اراده ورځپاڼه هم ورتې موضوع ته په اشارې او د ښځې د نړيوالې ورځې په ياد سره په دې اند ده، چې له ګڼو ګواښونو اوستونزو سره سره د افغان مېرمنو يوه لويه ستونزه بېکاري او بې روزګاري ده.
اراده ورځپاڼه په همدې اړه ليکي، چې له فقر او بې وزلۍ څخه د ښځو د ژغورلو لپاره لازمه ده، چې اړوند ادارې هغو مېرمنو ته د کار د پيدا کولو په لټه کې شي، چې د خپلو کورنيو د چلولو مسؤوليت ور پر غاړه دى.
د چراغ ورځپاڼه هم د ښځې د نړيوالې ورځې په يادولو سره د بېچاره ګۍ او هېرونې ترمنځ د افغان مېرمنو ژوند څېړلى او په دې اند ده چې په افغاني ټولنه کې ښځه تر ټولو ضرر منونکې برخه ده.
د چراغ ورځپاڼې د سرمقالې ليکوال په دې اند دى، چې د نړيوالې ټولنې ميلياردونه ډالره مرستې ښځو ته يوازې يو وزارت او څو غير دولتي سازمانونه او انجيوګانې په سوغات راوړې دي، ترڅو ښځې په لږې پاملرنې او موسکا سره خوشحاله او راضي وساتي.
د افغانستان ورځپاڼه هم د ښځې د نړيوالې ورځې په يادون او د تېرو څو لسيزو په ترڅ کې د افغان مېرمنو د وضعيت په څېړلو سره دغه ورځ يوه ستره ورځ ګڼي.
د افغانستان ورځپاڼه د ښځې له نړيوالې ورځې څخه د نمانځنې بېلابېل ډولونه ارزوي او په دې اند ده چې د ښځو نړيواله ورځ د ښځې د ځاى او مقام په اړه د شعرونو او ادبي ټوټو او د مذهبي او تاريخي مشرانو د ويناوو د يادولو لپاره نه ده، بلکې د ورځپاڼې په خبره، دا ورځ د ښځو د حقونو د اعادې او بيا لاس ته راوړنې لپاره ده.
د محور ورځپاڼه هم تر دغه سرليک لاندې، ((د ښځو کوم حقونه)) ليکي، چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر ړنګېدو وروسته د ښځو په نوم ډېرې اسانه پروژې ترلاسه شوې دي.
دغه ورځپاڼه همداشان له يو شمېر ښځو يادونه کوي، چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته له لوېدېځو هېوادونو کابل ته راغلې او دلته يې د ورځپاڼې په خبره، د ښځو په نامه سوداګري پيل کړه، خو هغه ښځې چې دوى يې ځان د حقونو مدافع ګڼي اوس هم ډوډۍ نه لري.
محور ورځپاڼه په دې اند ده، چې ترڅو په افغانستان کې د ښځو د حقونو مسئله د انجيوبازانو په منګولو کې وي، په دې برخه کې د پرمختګ هېڅ تمه نه شي کېداى.
دولتي ورځپاڼو انيس او اصلاح هم نن خپلې سرليکنې همدغې موضوع ته ځانګړې کړې دي او په دې اړه د ښځې درانه مقام ته د درناوي او د هغو حقونو ته د پاملرنې غوښتونکې دي.
خو ويسا، ماندګار او ملي باور ورځپاڼو بيا له امريکا سره د ستراتيژيک تړون موضوع را اخيستې او دا موضوع يې له بېلابېلو اړخونو ارزولې ده.
د ويسا ورځپاڼه تر دغه سرليک لاندې، چې افغان ولس هېڅكله ذليلانه اړيكې نه غواړي، له امريکا سره د ستراتيژيک تړون د لاسليک د پلويانو او مخالفينو نظريات څېړلي او په دې اند ده چې له امريكا سره د راتلونكو اړيكو په اړه بايد د تېرو لسو كلونو په رڼا كې قضاوت وكړو.
ويسا ورځپاڼه همدارنګه د افغانستان اوسنى حالت په ٩٠مه زېږديزه لسيزه کې د دغه هېواد له وضعيت سره يو شان ګڼي او په دې اند ده، چې كه تېر لس كلونه د يو نيم سل زره بهرنيو پوځيانو په شتون كې زموږ ولس هم د ګاونډيانو په شرارت كې وسوځېد او هم د همدغه مرستندويو پوځونو په وحشت كې، بيا يې بې له قيد او شرطه ولې پر خپل ورمېږ سپاره كړو؟!
د ماندګار ورځپاڼې هم ورته موضوع را اخيستې او په دې باور ده، چې ولسمشر کرزى په داسې وضعيت کې نه دى، چې له امريکا سره د ستراتيژيک تړون له لاسليک څخه سرغړونه کوي، خو د ورځپاڼې په خبره، حکومت په دې هڅه کې دى، ترڅو دې موخې ته د رسېدو لپاره يوه لاره ولټوي.
د ماندګار ورځپاڼه په دې اند ده، چې د افغان حکومت له خوا د دغه تړون د لاسليک پر وړاندې اېښودل شوي شرطونه تر ٢٠١٤ کال پورې په خپله پوره کېږي، خو د دې ورځپاڼې په خبره حکومت په دې لټه کې دى، چې له دغو خبرو څخه د وړاندې جوړ کړاى شوي پروګرام له مخې د ضرورت وړ ګټه پورته کړي.
د ملي باور ورځپاڼې هم همدا موضوع څېړلې او په دې اند ده، چې مشخصې کړۍ په ستراتيژيک تړون کې د امريکا د ګټو د خونديتوب لپاره هڅه کوي.
دغه ورځپاڼه له ولسمشر کرزي څخه غواړي ترڅو پر خپلو شرطونو ټينګ ودرېږي او په دې اند ده، چې دغه تړون بايد په داسې بڼه لاسليک شي، چې د هغې ګټه په مساوي ډول هم افغانستان او هم امريکا ته وي.
Views: 2
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP