کابل (پژواک ١٧ کب ٩٠): ولسمشر حامد کرزي د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې هغه چاودنه وغندله، چې له امله يې څلور ملکي وګړي ووژل شول او اته نور ټپيان شول.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه نن (د کب ١٧مه) پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر حامد کرزي د کندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې شوې چاودنه غندلې او دا يې د افغانستان د دښمنانو کار بللى دى.
د خبرپاڼې په وينا، پېښه نن (د کب ١٧مه) د کندهار د سپين بولدک د وېش په سيمه کې پر يوه موټر سايکل د تړل شويو چاودېدونکو د چاودنې له امله رامنځ ته شوه، چې له امله يې دوه ماشومان، يوه ښځه او يو سړى ووژل شول او اته تنه ټپيان شول.
په خبرپاڼه کې د ولسمشر کرزي له خولې راغلي: ((د افغانستان د دښمنانو دغه تروريستي بريد د اسلاميت او بشريت خلاف کړنه ده او دا د هغو کسانو کار دى، چې د مسلمانانو او انسانانو د وژلو تږي دي.))
په خبرپاڼه کې ولسمشر کرزي د پېښې د قربانيانو كورنيو ته د خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کړي او ټپيانو ته يې د روغتيا هيله کړې ده.
د يادونې وړ ده، چې تېره اونۍ هم په کندهار ښار کې د يوه ځانمرګي بريد له امله، چې پر څلورمې امنيتي حوزې شوى و، يو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن