Language

د پروان د شينوارو امنيه قوماندان له څلورو پوليسو سره ونيول شو

چاريکار (پژواک ٢١ کب ٩٠): د شينوارو ولسوالۍ امنيه قوماندان له دوو ملي او دوو سيمه ييزو پوليسو سره يو ځاى له دې امله، چې پر لاريون کوونکو يې د ډزو امر ورکړى و، د پروان ولايت د امنيتي ځواکونو له لوري ونيول شول.

روشنا خالد د پروان د والي وياندې نن (د کب ٢١مه) پژواک ته وويل، چې د شينوارو ولسوالۍ امنيه قوماندان حاجي صديق تېره ورځ له دندې ګوښه او ونيول شو.

د هغه په وينا، دغه کار ځکه ترسره شو، چې د روان کال د کب په درېيمه يې په يادې ولسوالۍ کې پر لاريون کوونکو د ډزو کولو امر ورکړى و.

خالد زياته کړه، چې د شينوارو ولسوالۍ له امنيه قوماندان سره دوه سيمه ييز او دوه ملي پوليس هم له يادې پېښې سره د تړاو په تور نيول شوي دي.

سرچينې همدارنګه زياته کړه، چې په شينوارو ولسوالۍ کې په لاريون کوونکو د ډزو په تړاو، د يادې ولسوالۍ د ولسوال سيف الله بيدار دنده هم ځنډول شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دمګړۍ د شينوارو ولسوالۍ د امنيه قوماندان او ولسوال پرځاى دوه تنه د سرپرستانو په توګه دنده ترسره کوي.

د پروان امنيه قوماندان پاسوال محمداکبر بېګزاد د يادې پېښې په پخلي سره پژواک ته وويل، چې دغه کار د کورنيو چارو وزارت د يوه مکتوب له مخې ترسره شوى دى.

هغې وويل، چې حاجي صديق دمګړۍ د پوليسو تر څارنې لاندې دى او پوښتنې ترې روانې، خو د نورو معلوماتو له ورکولو يې ډډه وکړه.

د پروان د قومونو او قبايلو رييس سيف الله حسنزي پژواک ته وويل، چې دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه، چې د شينوارو ولسوالۍ خلک له لاريون وروسته د امنيه قوماندان او د ولسوال د ګوښه کېدو غوښتونکي شول.

هغه څرګنده کړه، چې د يادې ولسوالۍ له خلکو سره د ناستې په ترڅ کې يې هغوى ته قناعت ورکړى دى.

د شينوارو ولسوالۍ د کب د مياشتې د درېيمې نېټې په لاريون کې، چې د بګرام په هوايي ډګر کې د بهرنيو ځواکونو له لوري د قران عظيم الشان د سوځولو په غبرګون کې ترسره شو، شپږ تنه مړه او ١٥نور ټپيان شول.

Related Topics