کابل (پژواک ٢١ کب ٩٠): د ولسمشر حامد کرزي مېرمنې زينت کرزۍ له ديني عالمانو غوښتي، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو لپاره تبليغ وکړي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتر څخه نن (د کب ٢١مه) پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوکتور زينت کرزۍ وايي، چې د تېرو لسو کلونو په پرتله د افغان مېرمنو په ژوند کې مثبت بدلون راغلى دى.
سرچينې د زينت کرزۍ له خولې ويلي: ((خوشاله يم، چې زموږ د هېواد مېرمنې نن يو ځل بيا د ښځو نړيواله ورځ نمانځي، د دې ورځې نمانځل په حقيقت کې د ښځې مقام ته د درناوي معنا لري او بشري ټولنې هر ځای دا درناوی د ښځو مقام ته وړاندې کوي.))
نوموړې زياته کړې، چې د ښځو په ژوند کې په تېرو لسو کلونو کې مثبت بدلون راغلى دى؛ خو يو شمېر مېرمنې اوس هم له تاوتريخوالي سره مخ دي.
د هغې په وينا، د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى له اسلامي او بشري ارزښتونو سره په ټکر کې دى او ديني عالمان بايد په دې اړه د عامه پوهاوي له لارې کار وکړي او خلک پوه کړي.
نوموړې ويلي: ((د افغانستان مېرمنې د خشونت د محوه په برخه کې د خپلو ديني علماوو پېرزوينو ته سترګې په لار دي.))
په خبرپاڼه کې زينت کرزۍ افغان مېرمنو ته مبارکي ويلې او له هغو موسسو څخه يې هم مننه کړې، چې د ښځو د نړيوالې ورځې په نمانځلو کې يې مرسته کړې ده.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن