Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امنيتي ځواکونو جمال قدير ونيوه

کابل (پژواک ٢٢ کب ٩٠): د ننګرهار د ولايتي شورا پخوانى رييس جمال قدير د افغان امنيتي ځواکونو له خوا په کابل کې ونيول شو.

يوې باوري امنیتي سرچينې د کب په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ننګرهار د ولايتي شورا غړى او د دې شورا پخوانى مشر جمال قدير، نن په کابل کې د افغان امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوى دى.

سرچينې زياته کړه، چې نوموړى د لويې څارنوالۍ د حکم پربنسټ نيول شوى دى.

له بلې خوا د ننګرهار د ولايتي شورا غړي ذبيح الله زمري پژواک ته وويل، چې جمال قدير په کابل کې په خپله د ملي امنيت څارنوالۍ ته تسليمي ورکړې ده.

نوموړي زياته کړه، چې جمال قدير ته د هغه ورور حاجي ظاهر قدير او ملګرو يې مشوره ورکړې، چې په څارنوالۍ کې خپل سپيناوى وکړي.

زمري دا خبره رد کړه، چې ګوندې جمال قدير امنيتي ځواکونو نيولى دى.

د يادولو وړ ده، چې لويې څارنوالۍ د نوموړي په نيولو کې مرسته کوونکي ته ١٥٠زره افغانۍ انعام هم اعلان کړى و.

د يادونې ده، چې جمال قدير د ولايتي شورا د اوسنۍ دورې د دويم کال د رييس په توګه دنده ترسره کړې او د تېرې مياشتې په ټاکنو کې يې رياست له لاسه ورکړ.

دوه مياشتې مخکې د ننګرهار ولايت يوه سوداګر ويلي و، چې د جمال قدير وسله والو يې پر فابريکې بريد کړى، کارکوونکي يې وهلي او ماشينونه يې مات کړي دي.

نوموړي زياته کړې، چې يو شمېر وسله وال په دې ولايت کې له سوداګرو باج هم اخلي.

جمال قدير د ولسي جرګې د لومړي مرستيال حاجې ظاهر قدير ورور او د ننګرهار د پخواني والي حاجي قدير، چې په موقته دوره کې د ولسمشر حامد کرزى دوهم مرستيال او د فوايد عامې وزير و، زوى دى.

حاجي قدير د ١٣٨١ کال په وروستيو کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا په کابل کې ووژل شو.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.