ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دکابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

دکابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

author avatar
12 Mar 2012 - 12:26
دکابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ
author avatar
12 Mar 2012 - 12:26

کابل ښار (پژواک ٢٢ کب ٩٠): د کابل چاپ نننيو ډېرو ورځپاڼو د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ هغه پېښه څېړلې، چې په ترڅ کې يې يوه امريکايي سرتېري لسګونه بې ګناه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته اړولې ده، خو په طبيعي پېښو کې د افغانانو د مرګ ژوبلې زياتېدل او په دولتي ادارو کې د اداري او مالي فساد شتون هم د ځينو ورځپاڼو له خوا څېړل شوي دي.

د ويسا ورځپاڼه په خپله نننۍ ګڼه کې د پنجوايي ولسوالۍ د پېښې د څېړلو په ترڅ کې په دې اند ده، چې دا ډول پېښې يو ډول لوبه، يو ډول سناريو او هماغه يوه تراجيدي ده، چې دا څو كلونه وخت پر وخت تكرايږي.

ويسا ورځپاڼه په داسې حال کې چې ليکي، امريكايي پوځيانو له وحشت او وژلو پرته نه نور څه زده كړي او نه څوك بله تمه بايد ترې ولري، هغه افغان سياستوال هم غندي چې د ورځپاڼې په خبره د لوېديځ وحشت هم رحمت ښكاري او د دغه وحشت د دوام لپاره چارواكي پر له دندو پر ګوښه والي ګواښي.

د ملي باور ورځپاڼه د امريکايي عسکر دا کړنه د امريکايي وحشت يو بل نړيوال ريکارډ ګڼي او دا شک يې څرګند کړى، چې د امريکايي پوځي چارواکو د څرګندونو پر خلاف به دا پېښه يوازې د يوه امريکايي سرتېرې کړنه نه وي.

ملي باور ورځپاڼه ليکي، بايد هغه کس، چې دغه کار يې کړى په علني ډول محاکمه شي، ترڅو افغانان په خپلو سترګو وګوري، چې د دوى قاتل محاکمه شو.

د سرنوشت ورځپاڼې هم د کندهار ولايت د دې پېښې په تړاو پوښتلي، چې له ستراتيژيک تړون وروسته د امريکا د دغه وحشت د نه تکرار تضمين شته؟

سرنوشت ورځپاڼه د ملي باور ورځپاڼې په څېر دا نه شي منلاى چې د کندهار وروستۍ پېښه به د يوه امريکايي سرتېري کړنه وي او ليکي، چې د امريکايي ځواکونو دغه وحشت خورا دردوونکى دى، خو تر دې زياته دردوونکې دا ده، چې امريکايي پوځي چارواکي په ډېره سپين سترګۍ د پېښې د واقعيت د پټولو هڅه کوي.

دغه ورځپاڼه ليکي، چې د کندهار پېښه د امريکا او افغانستان تر منځ د ستراتيژيک تړون په اړه تر پرمختګ وروسته ترسره کېږي او پوښتنه کوي، چې که دغه تړون لاسليک کېږي او له مخې يې امريکايي ځواکونه په دغه هېواد کې پاتې کېږي، نو څه تضمين شته چې دوى به دغه ډول وحشت نه کوي؟

د محور ورځپاڼه هم د پنجوايي ولسوالۍ د پېښې په اړه ورته نظر لري او دا پېښه د بګرام په امريکايي اډه کې د قران کريم د سوځونې او همدارنګه د کورنيو چارو په وزارت کې د دوو امريکايي پوځي افسرانو د وژل کېدو له پېښې سره په تړاو کې ارزوي.

محور ورځپاڼه د دوو تېرو ورځپاڼو (سرنوشت او ملي باور) په څېر دا نه مني چې يو امريکايي سرتېرى دي د شپې له خوا يوازې له پوځي اډې را ووځې، اډې ته څېرمه تر لسو زيات افغان وګړي و وژني او بيا بېرته اډې ته ننوځي او ليکي، داسې ښکاري چې امريکا په افغانستان کې تر قانوني پاتې کېدو، نا قانونه پاتې کېدل غوره ګڼي او ورځپاڼه له افغان حکومت څخه غواړي، ترڅو له دې وروسته خپل لورى معلوم کړي او په دې پوه شي، چې له امريکا سره په کومو شرطونو او کومو ټکو موافقه وکړي.

د ملي آرمان ورځپاڼه هم په خپله سرمقاله کې د پنجوايي ولسوالۍ د پېښې په ارزولو سره ليکي، چې امريکا بايد افغان قربانيانو ته تاوان ورکړي.

ملي آرمان ورځپاڼه په داسې حال کې د پنجوايي پېښه يو زړه بوږنونکى جنايت ګڼي، چې ښځې او ماشومان په کې و وژل شول او په دې اند ده، چې دا پېښه په داسې وخت کې را منځ ته شوې، چې د ورځپاڼې په خبره، د افغانستان او امريکا اړيکې په بګرام کې د قران سوځونې تر پېښې وروسته ترينګلې شوې دي.

دغه ورځپاڼه په خپله سرمقاله کې همدا راز د دې پېښې په غبرګون کې د لاريونونو او تاوتريخوالي د را ولاړېدو امکانات هم څېړلي دي او ليکي، چې ځايي چارواکي بايد له همدې اوس څخه د هرډول غچ اخيستونکي اقدام په اړه، چې د کورنيو او بهرنيو ځواکونو ژوند ته خطر پېښ کړي، پاملرنه وکړي او تدبير ړې ورته ونيسي.

د چراغ ورځپاڼه د دې زړه غمېزې پېښې د څېړلو په ترڅ کې، دغه پېښه د امريکا او افغانستان ترمنځ د ستراتيژيک تړون د اډانې پر سر د هوکړې له اړخه ارزوي.

د چراغ ورځپاڼې د سرمقالې ليکوال د ستراتيژيک تړون تر بشپړېدو وړاندې د يوه ټاکل شوي حقوقي چوکاټ د جوړښت غوښتونکى دى، ترڅو دا په ډاګه کړي چې آيا افغانستان په بګرام اډه کې د قران سوځونې يا په کندهار کې د ملکي خلکو د وژنې پر څېر پېښو کې، د دې ډول پېښو د ترسره کوونکو د محاکمې حق لري که نه؟

د هشت صبح ورځپاڼه بيا د پورته يادو شوو ټولو ورځپاڼو پر خلاف د کندهار د پېښې د څېړلو پر ځاى، خپله سرمقاله په طبيعي پېښو کې د افغانانو مرګ ژوبلې ته ځانګړې کړې او په دې اړه يې د اړوند چارواکو خبرې د نه منلو ګڼلې دي.

هشت صبح له طبيعي پېښو سره د مبارزې د ادارې له خوا د دې ډول پېښو په اړه د خپلو کړنو توجيه ته په پاملرنې سره په دې نظر ده، چې د لسو کلونو په اوږدو کې او د ضروري اړتياوو له پيدا کېدو سره چې پيسې، ځمکني او هوايي وسايط، جنسونه او نور ټول په کې دي، نور د دې ادارې د چارواکو توجيه او تفسير د خلکو لپاره د منلو وړ نه دى.

دغه ورځپاڼه په ځانګړې ډول له طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې ته ګوت نيونه لري او په دې اند ده، چې له پېښو سره د مبارزې په اړه د دې ادارې کړنه بايد له سره و ارزول شي او د هغې د نا رسيو، ضعفونو او نيمګړتياوو د په پام کې نيولو سره د راتلونکي کال لپاره خلکو ته د ښې مرستې رسونې لپاره له ښه پلان او ښې تيارۍ سره، چمتو شي.

د ماندګار ورځپاڼه بيا د ولسمشر کرزي د کورنۍ په اړه د لويديځو رسنيو هغه رپوټونه څېړي، چې له مخې يې د ولسمشر کرزي د کورنۍ غړي په مالي فساد کې لاس لري او دا پوښتنه مطرح کوي، چې ولې د امريکايي چارواکو پام دومره وروسته دې موضوع ته را واوښت؟

دغه ورځپاڼه د خپلې سرمقالې په دوام د دولتي چارواکو او د ولسمشر کرزي د کورنۍ په غړو کې د فساد شتون په اړه څېړنې ښه ګام ګڼي، خو په دې اند ده چې تر څو به له ترهګرۍ سره مبارزه، جګړه، سوله او له طالبانو سره خبرې اترې او داسې نور مسايل د هغو کسانو په لاس کې وي، چې له دغو نومونو څخه يوازې او يوازې په معامله ګرۍ او سوداګرۍ مصروف دي، نه په سياست کې.

د خدمتګار ورځپاڼه هم له پشتني بانک څخه په جعلي اسنادو د غټو پورونو د اخيستل کېدو موضوع څېړلې ده او په دې اند ده، چې په هېواد كې د فساد كچه زښته زياته پراخه ده او په كار ده، يو ځل ټولې ادارې و ارزول او وڅېړل شي.

خدمتګار ورځپاڼې هم هغو راپورونو ته پاملرنه کړې، چې وايې د هېواد نږدې ټولې عايداتي، صنعتي، اقتصادي او سوداګري سرچينې د لوړ پوړو چارواكو او زورواكو د كورنيو په لاس كې دي او په دې اند ده چې د درغليو له لارې د حكومتي مقاماتو له خوا د دغو تصديو او سرچينو ترلاسه كول پر حكومت د خلكو باور له منځه وړي.

او په پاى کې د افغانستان ورځپاڼې هم تر ٢٠١٤ کال وروسته د افغانستان د راتلونکې په اړه اندېښنې را اخيستې او په دې اند ده، چې له افغانستان څخه بهرني ځواکونه په داسې حال کې وځي، چې د افغانستان پوځي او امنيتي ځواکونه په هېڅ ډول د دې وړتيا نه لري، چې له کورنيو او بهرنيو ګواښونو سره دې په دې اړه مقابله وکړي.

دغه ورځپاڼه تر ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د پيل په اړه د افغان حکومت د سياسي اپوزېسيون د مشرانو وړاندوينو ته هم ګوته نيسي او ليکي، چې افغان دولت که په واقعي او ملي ليدلوري سره د افغانستان نننيو پېښو ته وګوري او په افغانستان کې د بدلون لپاره لازمه اراده ولري، نو بايد وړاندې تر دې چې له طالبانو سره د خبرو اترو پر مېز کښېني، بايد د منلو وړ او د يوې منظمې طرحې د وړاندې کولو توان ولري.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.