کابل (پژواک ٢٥ کب٩٠): د ناټو په مشرۍ ايساف ځواکونو په هېواد کې د خپل يوه سرتېري د مرګ خبر ورکړ.
د ايساف ځواکونو له خوا د کب په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه سرتېري ژور ټپ اخيستى و او له امله يې وروسته ساه ورکړه.
خو په خبرپاڼه کې د وژل شوي سرتېري هويت او د ټپ اخيستو لامل نه دى په ډاګه شوى.
په دې سره د روان زېږديز کال له پيل راهيسې د وژل شوو بهرنيو سرتېرو شمېر ٦٩ تنو ته ورسېد.
تېر کال په هېواد کې ٥٦٦ بهرني سرتېري وژل شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP