اسعد اباد (پژواک ٢٦ کب ٩٠): د نورستان په برګمټال ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو او امنيتي ځواکونو د نښتې په ترڅ کې پنځه پوليس او څلور وسلوال طالبان وژل شوي او پنځه پوليس نادرکه شوي دي.
د کونړ ولايت امنيه قوماندان سمونوال غلام الله نورستاني د کب په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا نښته تېره ورځ د برګمټال ولسوالۍ د بدموک او بدين شاه په سيمو کې پيل او تر تېرې نيمې شپې يې دوام وکړ.
د هغه په وينا، په دې نښته کې پنځه ملي پوليس وژل شوي، دوه تنه ټپيان، څلور تنه اسير او پنځه نور نادرکه شوي دي.
نوروستاني زياته کړه، چې همدارنګه څلور وسلوال طالبان هم د ملي پوليسو او سرحدي ځواکونو له لوري وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
سرچينې څرګنده کړه، چې د وژل شوو طالبانو مړي د پوليسو لاس ته ورغلي دي؛ خو ټپيان د نورو طالبانو له لوري له سيمې څخه لېږدول شوي دي.
وسلوالو طالبانو هم دا نښته تاييد کړې او ويلي، چې نهه پوليس يې نيولي دي.
د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل، چې په دې نښته کې پنځه پوليس وژل شوي، څلور تنه ټپيان او نهه نور له وسلو سره د هغوى له لوري نيول شوي دي.
هغه زياته کړه، چې په دې نښته کې دوه وسلوال طالبان هم وژل شوي دي.