مزار شريف (پژواک د وري لومړۍ نېټه ٩١): د بلخ والي وويل چې په هېواد كې د سولې روانه پروسه بايد د تېرو لسو كلونو هر اړخيزې لاس ته راوړنې زيانمنې نه كړي؛ خو د ولسمشر لومړي مرستيال دغه پروسه د هېواد اړتيا او د تېرو لسو كلونو لاس ته راوړنو ساتونكې وبلله.
نوموړو لوړپوړو چارواكو دغه څرګندونې په مزارشريف كې د نوي كال (۱۳۹۱) د نوروز جشن په وياړ مراسمو كې د حضرت علي كرم الله وجهه په روضه كې د جنډې له پورته كېدو مخكې د خپلو خبرو په ترڅ كې وكړې.
په مزارشريف كې د نوروز جشن د حضرت علي كرم الله وجهه په روضه كې د جنډې په پورته كولو پيل شو.
دغه جنډه د نوي ۱۳۹۱لمريز کال د وري د لومړۍ ورځې په لسو بجو او ۴۵ دقيقو له ملي سرود او ويناوو وروسته په پوځي پرېډ سره په داسې حال کې، چې د توپ ډزې هم کېدې، ودرول شوه.
په نننيو مراسمو کې د افغان ولسمشر لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم، د بلخ والي عطامحمد نور، په افغانستان کې د ګاونډيو هېوادونو د سفارتونو استازيو او د هېواد له ګوټ ګوټ خخه راغلو خلکو ګډون درلود.
د بلخ والي د جنډې له پورته کېدو مخکې، په خپله وينا کې تېر کال په هر اړخېزه توګه بريالى او د افغان ولس لپاره مهم وباله.
خو نوموړي وويل، چې افغانان بايد له سياسي پلوه له ۲۰۱۴ زېږديز وروسته مهال لپاره په پورته توګه چمتووالى ولري.
د هغه په وينا: ((كه چېرې ځان سمبال او ځېركتيا پيدا نه كړو؛ نو له ګڼو ستونزو سره مخ كېدى شو.))
نور وويل، چې په هېواد كې تېرې زنځيري وژنې او په ترڅ كې يې د سولې د عالي مشر استاد برهان الدين رباني وژنه نه زغمېدونكې دي.
ده زياته كړه: ((د زنځيري وژنو او په ځانګړې توګه د جهاد او مقاومت رهبر استاد رباني برهان الدين رباني د شهادت عاملين بايد ونيول شي او محكمه شي.))
نوموړي په هېواد كې د سولې د روانې پروسې مشروط ملاتړ وكړ او ويې ويل، چې د سولې روانې هڅې بايد د تېرو لسو كلونو لاس ته راوړنې زيانمنې نه كړي.
د هغه په وينا، د سولې په پروسه كې بايد د افغانستان د ټولو خواوو اوسېدونكي، ټول قومونه، سياسي ډلې او جهتونه شامل وي.
نور وويل، چې د هېواد اساسي قانون، د بشر حقونه، د بيان ازادي او د تېرو لسو كلونو د هڅو په ترڅ كې د ښځو د حقونو ساتنه بايد د سولې د پروسې په ترڅ كې هېرې نه شي.
خو د ولسمشر لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم، چې په همدې مراسمو كې يې برخه اخيستې وه، د سولې روانه پروسه د هېواد د سياسي ثبات لپاره اړتيا وبلله.
نوموړي زياته كړه، چې دوى هر هغه مخالف افغان ته چې له القاعدې سره اړيكې پرې كړي او د هېواد اساسي قانون ته ژمن پاتې شي، د سولې لپاره لاس اوږدوي.
د هغه په وينا، د سولې روانه پروسه به نه يواځې دا چې د تېرو لسو كلونو لاس ته راوړنې زيانمنې نه كړې، بلكې وبه يې ساتي.
مارشال فهيم په عمومي توګه د هېواد حالت ډاډمن وباله او تېره لس كلنه دوره يې د پرمختګ دوره وګڼله.