Language

عطامحمد نور په بلخ کې شوي پرمختګونه بې سارې وبلل

مزار شريف (پژواک د وري لومړۍ نېټه ٩١): د بلخ والي عطا محمد نور، ۱۳۹۰ كال په دغه ولايت كې د شويو پرمختګونو، فرهنګي او امنيتي لاس ته راوړنو له امله د سولې كال وباله.

 نوموړي، چې په مزارشريف كې يې د ۱۳۹۱لمريز د نوروز جشن د پيل په مراسمو كې خبرې كولې، وويل چې په تېر كال (۱۳۹٠) كې په بلخ ولايت كې د بيارغونې، امنيتي او كلتوري برخو كې كارونه شوي دي.

  په مزارشريف كې د نوروز جشن د حضرت علي كرم الله وجهه په روضه كې د جنډې په پورته كولو نن پيل شو.

 دغه جنډه د نوي ۱۳۹۱لمريز کال د وري د لومړۍ ورځې په لسو بجو او ۴۵ دقيقو له ملي سرود او ويناوو وروسته په پوځي پرېډ سره په داسې حال کې، چې د توپ ډزې هم کېدې ، ودرول شوه.

 په نننيو مراسمو کې د ولسمشر لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم، د بلخ والي عطامحمد نور، په افغانستان کې د ګاونډيو هېوادونو د سفارتونو استازو او د هېواد له ګوټ، ګوټ څخه خلکو ګډون درلود.

 د بلخ والي د جنډې له پورته کېدو مخکې، په خپله وينا کې تېر کال په هر اړخيزه توګه بريالى او د افغان ولس لپاره مهم کال وباله.

 نوموړي وويل، چې تېر کال د بيارغونې، کلتوري، پرمختيايي او پراختيايي برخو کې ډېر زيات کارونه ترسره شوي دي.

 د هغه په وينا، په دغه كال كې د ۱۲۹زره امريكايي ډالرو په لګښت د حيرتان بندر او مزارشريف هوايي ډګر تر منځ ۷۵ كيلومتره د رېل كرښه جوړه شوې، د ۳۰ ميليونو يورو په لګښت د هوايي ډګر ځغاست ليکه (رنوې) جوړه شوې او د ۵۰ ميليونو يورو په لګښت د دغه هوايي ډګر ترمينل د جوړېدو په حال كې دى.

 همداراز يې د بلخ ولايت د مقام د ودانۍ د كار د پيل يادونه هم وكړه، چې د روان كال په ترڅ كې به په پنځو پوړونو كې جوړه شي.

 والي د بيارغونې په برخه كې د مزار ښاروالۍ هڅې وستايلې او ويې ويل، چې د همدې ښاروالۍ او د مركزي دولت د بودجې په لګښت له تېر كال راهيسې په مزارشريف كې د ۵۵ كيلومتره ښاري سړكونو د قير كولو چارې پيل شوي، چې په روان كال كې به يې چارې بشپړې شي.

 دغه راز نوموړي د روغتيايي اسانتياوو د برابرولو په اړه وويل، چې د المان هېواد له خوا د ۱۲ميليونه امريكايي ډالرو په لګښت په مزارشريف كې د هېواد په كچه روغتون جوړ شوى او په لرې پرتو سيمو كې ۷ روغتيايي كلينيكونه جوړ شوي دي.

 د ده په وينا، په بلخ ولايت كې د تېر كال په ترڅ كې د نورو هڅو تر څنګ د پوهنې په برخه كې د شويو كارونو په ترڅ كې ۳۵ ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې دي.

 نور د دغه ولايت حيرتان بندر د هېواد په كچه له مهمو بندرونو څخه وګاڼه او زياته يې كړه، چې هر كال زيات شمېر عوايد د مركزي دولت خزانې ته د دغه بندر له لارې زياتېږي.

 نوموړي زياته كړه، چې د تېر كال په اوږدو كې له دغه بندر څخه ۲۲ميليارده افغانۍ عوايد ترلاسه شوي دي.

 د بلخ والي وويل، چې د تېر كال په ترڅ كې د كرنې په برخه كې د شويو كارونو په لړ كې ۹زره باغونه كېښودل شوي، پر ۳۱۰۰جريبه ځمكه پسته كرل شوې او ۲۷زره اړو كورنيو ته خوراكي او د سون توكي وركړل شوي دي.

 نوموړي د امنيتي لاس ته راوړنو په اړه وويل، چې دمګړۍ د دغه ولايت ټولې امنيتي چارې په پوره توګه د افغان ځواكونو په لاس كې دي.

 د هغه په وينا، په بلخ كې د امنيت د لېږد لومړۍ دوره په برياليتوب بشپړه شوې او دويمه يې هم د دغه ولايت د اوسېدونكو په ملاتړ په برياليتوب روانه ده.

 نور وويل، چې بلخ د هېواد په كچه د ملي يووالي يو ښه سمبول دى، چې بېلا بېل قومونه په كې په ګډه سوله ييز ژوند كوي او د دولت ملاتړي دي.

 نوموړي د ۱۳۹۰لمريز په ترڅ كې د شويو كارونو له امله بلخ د سولې ولايت وګاڼه.

 د نوروز جشن د پيل په مراسمو کې د ولسمشر لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم، هېوادوالو ته د نوي کال مبارکي وويله او هيله يې څرګنده کړه، چې په نوي کال کې به په هېواد کې روانې جګړې پاى ته ورسېږي او د افغانانو لپاره به د خوښيو او برياليتوب کال وي.

 

Related Topics