کابل (پژواک، ٣ورى ٩١): ولسمشر حامد کرزى وايي ،چې دوه کاله وروسته به بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او په راتلونکي زيږديز کال کې به ټول پوځي عمليات د افغان ځواکونو لخوا ترسره کيږي .
ولسمشر حامدکرزي دغه څرګندونې نن( د ورى ٣ مه) د ملي پوځي اکاډمي د څلورم پړاو فارغينو د سندونو د وېش په غونډه کې وکړې .
هغه وويل ، چې په ٢٠١٣ کې به په هيواد کې ټول پوځي عمليات د افغان ځواکونو لخوا ترسره کيږي او په ٢٠١٤ کې به بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي .
ولسمشر افغان ځواکونو ته په خطاب کې وويل: ((کله ، چې بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي، ټول مسووليت ستاسو دى او تاسو کولى شئ ، چې په خپلو زده کړو او مهارتونو سره له هيواد څخه دفاع وکړئ .))
کرزي زياته کړه ، چې له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونوته د امنيتي مسووليتونو د لېږد پړا په دوو کلونو کې بشپړيږي.
ولسمشر دا هم وويل ، چې افغانستان دمګړې له ځان څخه د دفاع وړتيا نلري ،خو شل، دېرش کاله وروسته به د نويو ځواکونو په روزلو سره دغه توان پيدا کړي .
هغه زياته کړه:(( افغانستان په پورکولى شي ، چې توپ ، ټانک او الوتکه واخلي، خو د هغو د استعمال لپاره پوهو کسانو ته اړتيا ده ، چې له تېرو څو کلونو راهيسې يې روزنه پيل شوې ده .))
کرزي وويل ، چې د ګاونډيو هيوادونو ترڅنګ د نورو هيوادونو د لاسوهنې يواځنى لامل په هيواد کې د مهارتونو نشتون دى .
هغه څرګنده کړه: ((د مهارتونو په پيدا کولو او له روزلو وروسته به د چا د اوږو بار نه وو .))
ولسمشر حامد کرزي د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيک تړون د لاسليک کولو په اړه وويل: ((کله مو چې ښه موضوع وڅېړله او ومو ليدل، چې د افغانستان ګټې په کې شته دا سند به امضا کړو.))
دا په داسې حال کې ده، چې امريکا وايي له افغانستان سره ستراتيژيک سند به د شيکاګو له غونډې مخکې يا ددې غونډې پر مهال لاسليک شي.
دغه څرګندونې د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن هيلري کلنټن تېره شپه په واشنګټن کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمي رسول سره په يوه خبري غونډه کې وکړې او زياته يې کړه (( موږ د افغانستان حکومت او خلکو سره ګټورو او دوه اړخيزه اوږود مهاله اړيکو ته ژمن يو. ))
د نوموړې په وينا، هېواد يې له افغانستان سره داسې خبرو اترو ته ادامه ورکوي ، چې د دواړو هېوادونو ګټې په کې نغښتې وي .
ټاکل شوې ده، چې د افغانستان په اړه د شيکاګو غونډه، چې په کې د ناټو غړيو هېوادونو ولسمشران ګډون کوي،د روان زېږديز کال د مۍ په ٢٠ مه په شکاګو کې جوړه شي.
ولسمشر کرزي وايي ، چې افغانستان له هند، فرانسې ، ايټاليا او انګلستان سره د ستراتيژيکو همکاريو تړونونه لاسليک کړي او له امريکا سره به يې هم لاسليک کړي.
د ولسمشر کرزي په وينا، امريکا، ناټو او ملګري به يې له ٢٠١٤ کال وروسته تر ٢٠٢٤ کال پورې له افغانستان سره هر کال ٤،١ميليارده امريکايي ډالر د افغان ځواکونو د تنخوا لپاره مرسته کوي.
ده وويل، چې افغانستان به د خپلو ځواکونو د سمبالتيا د مرستو په اړه هم له امريکا او متحدينو سره يې خبرې وکړي.
د ده د څرګندونو له مخې، که امريکا او ملګرو هېوادونو يې په دې برخه کې د وسايلو او تجهيزاتو مرستې نه کولې، نو افغانستان به يې له روسيې ، اوکراين او يا هم نورو هېوادونو څخه وپېري.
دغونډې په پاى کې د ولسمشر حامد کرزي له لوري د ملي پوځي اکاډمي نويو ممتازو فارغانو ته د فراغت سندونه هم ووېشل شول.
د ياد اکاډمي د چارواکيو د معلوماتو له مخې، له دې اکاډمي څخه په تېرو درېيو کلونو کې ٥٩٥تنه فارغ شوي ،خو سږ کال (څلورمه دوره ) کې ترې ٢٧٣ تنه فارغ شول.
د يادونې ده ، چې ملي پوځي اکاډمي اووه کاله وړاندې د ولسمشر حامد کرزي له لوري د ملي دفاع وزارت په چوکاټ کې پرانېستل شوه .
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن