لښکرګاه (پژواک ٥ ورى ٩١): د هلمند امنيتي چارواكي وايي، چې په بېلابېلو پېښو كې لس وسلوال طالبان وژل شوي، څلور ټپي او دوه ژوندي نيول شوي دي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د همغږۍ مرستيال سمونوال محمد اسماعيل هوتګ د وري په ٥مه نېټه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ په نوزاد ولسوالۍ كې وسلوالو طالبانو د بهرنيو ځواکونو پر اكمالاتي كاروان بريد وكړ، چې د امنيتي ساتونكو او پوليسو په ځوابي بريد كې څلور وسلوال وژل شول او څلور نور ټپيان شول.
د هغه په وينا، دغه راز تېره ورځ د نادعلي ولسوالۍ په شنه جومات سيمه كې هم د کوکنارو د اړولو د كمپاين پر مهال جګړه شوې، چې له امله يې د بهرنيو ځواكونو په هوايي بريدكې ۶ وسلوال طالبان وژل شوي دي.
نوموړي وويل، چې تېره ورځ په موسى كلا ولسوالۍ كې هم پوليسو دوه وسلوال طالبان له يو ميل كلاشېنكوف او يو كيلو چاويدونكو توکو سره يوځاى نيولي دي .
د هوتک په خبره، په يادو پېښو كې پوليسو، خصوصي امنيتي ساتونکو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
د دغو پېښو په اړه تر اوسه وسلوالو طالبانو څه نه دي ويلي، خو قاري يوسف احمدي پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ يې د هلمند په سنګين، ناوه او ګرشك ولسواليو كې د سړک د غاړې د ماين په چاودنوكې ګڼو بهرنيو او كورنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
بهرنيو ځواكونو د ماين چاودنو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي، خو دولتي چارواكې يواځې په ناوه ولسوالۍ كې د سړک د غاړې په ماين چاودنه كې د يوه پوليس د ټپي كېدو خبر مني.