کابل (پژواک ٧ ورى ٩١): نړيوالو ته د افغانستان د اقتصادي پرمختګونو د ورپېژندلو په موخه افغاني توليدات په تاجکستان کې نندارې ته کېښودل شول.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې د عامل پلاوي مرستيال عتيق الله نصرت د وري په ٧ مه په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې دغه نندارتون نن پرانيستل شو او د روانې مياشتې تر نهمې به دوام وکړي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دغه نندارتون کې د چين، تاجکستان، بلاروس، ترکمنستان او قرغزستان هېوادونو توليدات هم نندارې ته اېښودل شوي دي.
د سرچينې د څرګندونو له مخې، په نندارتون کې ٦٥ غرفې شتون لري، چې په کې لاسي صنايع، وچه مېوه، غالۍ، زعفران، د نيمه قيمتي ډبرو توليدات، طبيعي بوټي، کرنيز ماشين الات، د معلوماتي ټکنالوژۍ وسايل، رخت، رنګ، درمل او غير الکولي مشروبات نندارې ته اېښودل شوي دي.
نصرت وويل، چې په دغه نندارتون کې د افغانستان له خوا په ٣٧ غرفو کې لاسي صنايع، وچه مېوه، غالۍ، زعفران، له قيمتي او نيمه قيمتي ډبرو جوړ شوي توکي او طبيعي بوټي نندارې ته اېښودل شوي دي.
هغه دغه نندارتون د افغاني توليداتو لپاره د بازار موندنې په موخه يو مهم ګام او نننۍ نندارتون يې د ځانګړي اهميت درلودونکې وباله.
ده زياته کړه: ((دغه نندارتون ځکه ځانګړى اهميت لري؛ چې د افغانستان لپاره د اقتصادي او سيمه ييزو همکاريو (ريکا) د پنځمې ناستې په حاشيه کې ترسره کېږي.))
د ريکا غونډه، چې د څه باندې ٧٠ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو مشران او استازي په کې ونډه اخلي، نن په دوشنبې کې جوړه شوه.
نصرت وايي، چې په تېرو دوو کلونو کې هم په تاجکستان کې ورته نندارتونونه جوړ شوي وو.
دى وايي، چې په دغو نندارتونونو کې له اېښودل شوو توکو څخه د افغان سوداګرو شاوخوا ٧٠ سلنه توکي پلورل شوي او افغان سوداګرو له بېلابېلو سوداګرو سره د سوداګريزيو توکو د پېر پلور تړونونه هم لاسليک کړي وو.
هغه هيله وښوده، چې په سږني نندارتون کې هم د افغان سوداګرو توکي وپلورل شي او افغان سوداګر وکولى شي، چې له نورو سوداګرو سره تړونونه لاسليک کړي.
دغه راز نصرت وويل، په پام کې ده چې د افغان _ترک درې ورځنى نندارتون د وري په ١٤مه په کابل کې پرانيستل شي.
سرچينې زياته کړه، چې د افغان_ترک په لومړني نندارتون کې، چې تېر کال په کابل کې جوړ شو، يواځې ودانيز توليدات نندارې ته اېښودل شوي وو، خو په سږني نندارتون کې به د بېلابېلو سکټورونو توليدات نندارې ته وړاندې شي.
د افغان_ترک د سوداګرو او صنعتکارانو د ټولنې سکرتر جنرال مراد اقيوز خبريالانو ته وويل، په پام کې ده چې په سږني نندارتون کې ١٥ ترکي شرکتونه خپل توليدات نندارې ته وړاندې کړي.
هغه زياته کړه: ((ترکي سوداګر هڅه کوي چې د دې ډول نندارتونونو له لارې په افغانستان کې د پانګونې لارې وپېژني او خپلې پانګونې ته پراختيا ورکړي.))
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP