Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

شپږ وسلوال طالبانو ونيول شول

کلات  (پژواک ٧ ورى ٩١): د زابل ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې د  دوى له لوري په ترسره شوو عملياتو کې شپږ وسلوال طالبان ژوندي نيول شوي دي.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر ډګروال غلام جيلاني فراهي د وري په ۷مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه وسلوال طالبان تېره شپه نيول شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې امنيتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د شهرصفا ولسوالۍ د جلدک د سيمې او د مېزانې ولسوالۍ ترمنځ د وسلوالو مخالفينو يوه ډله په نښه کړه.

فراهي زياته کړه، چې د عملياتو په پايله کې شپږ وسلوال طالبان له وسلو سره يو ځاى ونيول شول او اوس په امنيه قوماندانۍ کې ترې پوښتنې روانې دي.

هغه وويل، چې په نيول شوو کې يو تن ټپي دى او په لومړنيو پوښتنو کې يې دا منلې ده، چې له وسلوالو سره يې اړيکې درلودې.

د امنيت امر وايي، چې له نيول شوو کسانو څخه کلاشينکوفونه، مخابرې، د ماين جوړولو وسايل او يوه اندازه مهمات هم ترلاسه کړي دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د زابل امنيتي چارواکي په داسې حال کې د شپږو مخالفو وسلوالو د نيولو خبر ورکوي، چې په دغه ولايت کې د هوا په ګرمېدو سره د تاوتريخوالي د پېښو د زياتوالي اټکلونه کېږي.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.