سرپل (پژواک، ١٢ورى ٩١): د سرپل ولايت د کوهستانات ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ ودانۍ له يوه کال وروسته بشپړه او ګټه اخيستنې ته وسپارل شوه.
د سرپل ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمديعقوب زابلي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا ودانۍ په دوه جريبه ځمکه کې په يو پوړيز ډول جوړه شوې، چې پکې ١٨اداري خونې، د کنفرانس سالون، د ښځو او سړيو توقيف خانه، څلور څارنيز برجونه او نور ضروري امکانات موجود دي.
زابلي زياته کړه، چې د کوهستانات ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ لګښت ٤٠٠زره امريکايي ډالر و، چې د امريکا د متحده ايالتونو د اردو له لوري ورکړل شوى دى.
د کوهستانات ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال حاجي عبدالرحيم خان د امنيه قوماندانۍ د نوې ودانۍ په جوړېدو د خوښۍ ترڅنګ پژواک ته وويل، چې له دې مخکې يې په يوه زړه ودانۍ کې د قوماندانۍ چارې پرمخ بيولې.
بلخوا د سرپل امنيه قوماندانۍ د کوهستانات په ولسوالۍ کې د سيمه ييزه پوليسو د تعليمي مرکز د پرانېستلو خبرهم ورکړ.
مل پاسوال محمديعقوب زابلي پژواک سره په خبرو اترو کې څرګنده کړه، چې په دې مرکز کې د پوليسو د زده کړو لپاره يو مهالوېش هم تنظيم شوى دى.
د سرچينې په وينا، د ياد مرکز ښوونيز پروګرام د امريکا د متحده ايالتونو د ځانګړو ځواکونو له لوري په شپږو دورو کې پرمخ بيول کيږي، چې د درې اونيو په هره دوره کې ٥٠سيمه ييزو پوليسو ته زده کړه ورکول کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېرکال هم د سوزمه قلعه، صياد، سانچارک او بلخاب ولسواليو د امنيه قوماندانۍ ودانۍ هم د امريکا د متحده ايالتونو د اردو له لوري ګټې اخيستنې ته سپارل شوې وې.