ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څه باندې اته ټنه چاودېدونکي توکي ونيول شول

author avatar
1 Apr 2012 - 17:14
author avatar
1 Apr 2012 - 17:14

اسعداباد (پژواک ١٣ ورى ٩١): د ملي دفاع وزارت په ختيځ ولايت کونړ کې د څه باندې اتو ټنو چاودېدونکو توکو د ترلاسه کولو خبر ورکړ.

 په ختيـځ کې د ملي دفاع وزارت د کشف او استخباراتو دفتر د وري په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد توکي تېره شپه د کونړ د مرکز اسعد اباد اړوند د زاړه ښار په سيمه کې نيول شوي دي.

 د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه توکي د پېښور نمبر پلېټ لرونکي لارۍ کې راوړل شوي او له پاسه پرې خامې کېلې اېښودل شوې وې.

 سرچينې زياته کړې، چې په دې چاودېدونکو توکو کې ٤٩ بورۍ ٥٠ کيلويي امونيم نايټرياټ، ٨٩ بورۍ ٢٥ کيلويي پوتاشيم کلورايد او ١٤٥ بورۍ ٢٥ کيلويي تروتېل شامل دي.

 د ملي دفاع وزارت لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې له دغو توکو سره څلور تنه د تړاو په تور نيول شوي او تر څېړنو لاندې دي.

 په خبرپاڼه کې راغلي،چې ترلاسه شوي توکي پاکستاني او چينايي ساخت دي او لېږدوونکي يې غوښتل چې په ورانکارو کړنو کې ترې ګټه پورته کړي.

 د ملي دفاع وزارت ويلي، چې ياد توکي د تورخم بندر له لارې افغانستان ته راوړل شوي او بيا د جلال اباد ښار په لاره کونړ ته رالېږدل شوي و.

 د دولت وسلوالو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.