فيض اباد ( پژواک ١٥ ورى ٩١): د بدخشان ولايت د وردوج په ولسوالۍ کې د سرحدي پوليسو پر پوستې د وسلوالو طالبانو د بريد له امله، څلور سرحدي افسران ووژل شول او يو سرتيرى ټپي شو.
د بدخشان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سخي داد حيدري نن ( د وري ١٥ مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بريد تيره شپه د وردوج ولسوالۍ د تيرګران په کلي کې د سرحدي پوليسو پر پوستې ترسره شو.
د نوموړي په وينا، وسلوالو طالبانو په دغه بريد کې د سرحدي پوليسو څلور افسران وژلي او د پوستې يو سرتيرى يې تپي کړى دى.
د بدخشان د والي مرستيال شمس الرحمن شمس پژواک ته وويل، چې وسلوالو طالبانو په دغه بريد کې امنيتي پوسته هم سوځولې او د هغې پرسونل او تجيهزات يې له ځانه سر وړي دي.
نوموړي وويل، چې د امنيتي ملحوظاتو له امله نشي کولى د طالبانو لخوا د وړل شوي پرسونل شمېره او د تجهيزاتو څرنګوالى په ډاګه کړي.
د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل، چې د دوى جنګياليو د وردوج په ولسوالۍ کې د پوليسو پر پوستې بريد کړى، چې له امله يې شپږ پوليس وژلي او ١١ نور يې نيولي او يوه اندازه وسله يې هم له ځانه سره وړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې يوه اونۍ مخکې هم د وردوج ولسوالۍ په مرکز کې د پوليسو پر امنيتي پوستې د وسلوالو طالبانو د بريد له امله، دوه افسران وژلي شوي او يو شمير سرتيري ټپيان شوي وو.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن