ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

author avatar
3 Apr 2012 - 12:28
د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ
author avatar
3 Apr 2012 - 12:28

کابل ښار (پژواک ١٥ ورى ٩١): د کابل د نن چاپ ورځپاڼو په خپلو نننيو سرمقالو کې تر ډېره بريده دوه مهم مسايل څېړلي، چې قطر هېواد ته د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير سفر او د هغې موخې او پايلې او همدا راز له ټولو دولتي دندو څخه د حضرت صبغت الله مجددي استعفا د نننيو ورځپاڼو غټ سرټکي جوړوي.

د وحدت ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې قطر ته د بهرنيو چارو د وزير سفر ته اشاره کړې او په دې اند ده چې دغه سفر دا خبره په ذهنونو کې ژوندى کوي، چې دولت يو ځل بيا غواړي له طالبانو سره له يوې اړخېزې سولې سره لېوالتيا ښکاره کړي.

دغه ورځپاڼه د سولې د خبرو اترو په اړه د حکومت او مخالفينو بېلابېل دريځونه څېړي او د سولې له پروسې د حکومت او مخالفينو لاس ته راوړنو ته اشاره لري او په دې اند ده چې د اپوزيسيون له ګډون پرته له طالبانو سره د ولسمشر کرزي خبرې اترې، د سولې د عالي شورا پر وړاندې يو ستر ګواښ دى.

د هشت صبح ورځپاڼه هم قطر ته د بهرنيو چارو د وزير دوه ورځنى سفر څېړلى او په دې اند ده چې قطر هېواد د طالبانو د واکمنۍ په دوران کې، د پاکستان او سعودي عربستان ترڅنګ د دې ډلې مادي او معنوي ملاتړ کړى دى.

د هشت صبح ورځپاڼه په قطر هېواد کې د سولې د خبرو اترو بهير ارزوي او پوښتنه کوي، چې د خبرو اترو د ځنډېدو تر اعلان وروسته، دغه هېواد ته د بهرنيو چارو د وزير سفر به کومه لاس ته راوړنه له ځان سره ولري.

دغه ورځپاڼه همدا راز په دې باور ده، داسې ښکاري چې کابل او قطر به يوازې د خپلو اړيکو د ښه کېدو په اړه خبرې اترې وکړي او د ورځپاڼې په خبره به د بهرنيو چارو د وزير سفر په هېڅ توګه ونه شي کړاى د سولې د خبرو اترو د دوام او د نوې فضاء د رامنځ ته کولو لپاره هيله مندي له ځان سره ولري.

 خو د خدمتګار ورځپاڼه په همدې خبره د بحث په ترڅ کې په دې اند ده، چې اوس قطر ته د افغان دولت د يوه پلاوى د سفر په ترڅ کې به دغه پلاوى هڅه وکړي چې دغه خبرې بېرته پيل شي.

دغه ورځپاڼه وړاندې ليکي، چې امريكايان او نړيواله ټولنه لېواله ده، چې څومره زر ممكنه وي، د ښكېلو غاړو ترمنځ د جوړجاړي په شرايطو او معادلې خبرې وشي او په دې نظر ده چې له ټولو اندېښنو او وېرې سره سره بيا هم سوله حتمي ده او د كورنيو او نړيوال فشارونو له كبله دواړه غاړې مجبوره دي چې ورته غاړه كېږدي.
د چراغ، ملي باور او ويسا ورځپاڼو بيا نن د حضرت صبغت الله مجددي استعفا خبره را اخيستې ده او هرې ورځپاڼې دغه موضوع له خپل ليد لوري څخه ارزوي.

 چراغ تر دغه سرليک لاندې، چې حضرت صاحب بيا هم په تاکتيکي توګه مرور شوى دى، ليکي چې که څه هم تر اوسه په ډاګه شوې نه ده، چې د حضرت صاحب د دغه اقدام لاملونه څه دي، خو داسې ګومان کېږي چې نوموړى د سولې د عالي شورا رياست د نه سپارل کېدو له امله، له حکومت څخه خوابدى دى.

دغه ورځپاڼه په دوام کې ليکي، چې که حضرت صاحب دغه کار د د يني مسؤوليت له مخې ترسره کړى وي، نه د يوه سياسي تاکتيک له مخې، نو د ورځپاڼې په خبره پرته له شکه چې د پيرۍ او مريدۍ لنګر خانه به بيا ګرمه شي.

د ويسا ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله کې ورته موضوع څېړلې او ليکي، چې په دې څو كلونو كې حضرت صبغت الله مجددي استعفاوې اعلان كړې او له حكومت نه خپه شوى دى او هر ځل يې نيوكه هم همدغه وي، چې ګواكې حكومت په تېره ولسمشر كرزى هغسې توجه ورته نه كوي، چې د ده حق دى.

ويسا په دې اند ده، چې حضرت صيب ديني عالم دى، پر دې ښه پوهېږي چې پخپله د مقام او كرسۍ غوښتل د پيغمبر صلى الله عليه وسلم له ارشاداتو سره اړخ نه لګوي، ښكاره ده چې دلته نورې كړۍ لاس لري او د ښاغلي مجددي له احساساتو څخه د ناوړه ګټې اوچتولو هڅې كوي.

خو د ملي باور ورځپاڼه په داسې حال کې، چې له ټولو دولتي دندو څخه د حضرت صبغت الله مجددي يو ښه پيل ګڼي او د هغه هرکلى کوي، هغو اوازو ته هم اشاره لري چې ګواکې حضرت صاحب مجددي، ده ته د سولې د عالي شورا د رياست د نه سپارلو له امله له حکومت څخه خوابدى دى او د استعفا ترڅنګ له دولت سره د خپلو همکاريو د پرې کولو خبرې کوي.

 ملي باور ورځپاڼه په دې اند ده، چې له دريو دولتي دندو څخه د مجددي استعفا او له دولت سره د نوموړي د همکارۍ پرېکړه به نه يوازې د افغانستان پر حالاتو او حکومتي چارو کوم اغېز ونه لري بلکې د ورځپاڼې په خبره به د چارو او حالاتو د ښه کېدو لامل به هم شي.

د ملي آرمان ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې د ملي امنيت رياست کړنې ستايلې او له دولت څخه يې غوښتي ترڅو دغه ارګان ته پاملرنه زياته کړي.

دغه ورځپاڼه په دوام کې ليکي، چې د دغه ارګان د کاري وړتياوو لوړونه د نظام د ستنو د ټينګښت ، کورني امنيت او د خلکو په خوندي توب پورې تړلي دي.

 او په پاى کې د سرنوشت ورځپاڼه په خپله نننۍ ګڼه کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون برخليک ته پاملرنه کوي او په دې اند ده، چې ولسمشر بايد د نويو کمېشنرانو په ټاکنه کې له پوره احتياط څخه کار واخلي.

دغه ورځپاڼه پر ولسمشر کرزي د دغو کمېشنرانو د ټاکنې په اړه له بېلابېلوکورنيو او بهرنيو لوريو له خوا واردېدونکي فشارونو ته هم اشاره لري او ليکي، چې ولسمشر ته په کار ده تر څو په دغه کمېسيون کې داسې افراد وګوماري، چې په هېڅ ډله او ټپله پورې اړه ونه لري، ملي فکر ولري او له هر ډول تعصب نه پاک وي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.