جلال اباد(پژواک ١٨ ورى ٩١ ):د جمعيت اصلاح ، د جلال اباد څانګې لخوا په لاره اچول شوې د قرآن پوهنې شپږ ورځنۍ دوره نن پای ته ورسېده.
د دې دورې موخه په ټولنه کې د قرآن کريم د لارښوونو عامه ول او په خلکو کې د اسلام صحيح پوهه پېدا کول دي.
دغه دوره ، چې د جلال اباد ښار په عيدګاه جومات کې تېره يکشنبه پيل شوې وه، لسګونه زره نارينه او ښځينه مينه والو په کې ګډون درلود.
د جمعيت اصلاح له دفتر څخه په يوه رالېږل شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دفتر يې هڅه کوي ، چې د راتلونکي نسل د سالمې روزنې او د يوې ښې ټولنې د رامنځته کولو لپاره د نارينو ترڅنګ د ښځينو لپاره هم علمي او روزنيزې اسانتياوې برابرې کړي.
په خبر پاڼه کې راغلي،چې په دغه شان پروګرامونو کې ګډون به په ښځو کې د دين په اړه د پوهې کچه لوړه او په ټولنه کې به ډيرې مثبتې اغېزې ولري.
د قرآن پوهنې د دورې يوې ښځينه ګډونوالې، چې د نوم له اخيستلو يې ډډه کوله پژواک ته وويل: (( زه دومره خوشحاله يم لکه کعبې ته چې راغلې يم. ))
نوموړې وويل،دا يې لومړی ځل دی ،چې په دغسې يوه پروګرام کې ګډون کوي.
دغې ګډون والې زياته کړه :((زه له هغه چا څخه چې دا پروګرام يې برابر کړی ، ډيره مننه کوم او هيله لرم ، چې په راتلونکي کې هم دغسې پروګرامونه په لاره واچوي.))
هغې وويل ، چې د قرآن پوهنې په دې دوره کې په ډير شوق سره د خلکو ګډون کول د دې خبرې ښکارندوی دي، چې خلک د دين پوهې ترلاسه کولو ته ليواله دي، چې له امله به يې په ټولنه کې ښې پايلې څرګندې شي.
د يادونې ده ، چې جمعيت اصلاح يو ټولنيز سازمان دی، چې د فرد، کورنۍ او ټولنې د اصلاح لپاره له څو کلونو راهيسې د کابل په ګډون د هېواد د بېلابېلو سيمو ترڅنګ په ننګرهار ولايت کې هم فعاليت کوي .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP