ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دکابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

دکابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

author avatar
8 Apr 2012 - 13:42
دکابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ
author avatar
8 Apr 2012 - 13:42

 کابل ښار (پژواک ٢٠ ورى ٩١): د کابل د نن چاپ ورځپاڼو د سرمقالو مهم سرټکي د هېواد په کچه د امنيتي ستونزو ډېرښت او په ختيځ کې د پاکستاني طالبانو ځاى پر ځاى کېدل، راتلونکې ولسمشريزې ټاکنې او د سياسي اپوزېسيون اندېښنې، افغان لوري ته د شپې د عملياتو د مسؤوليت سپارل ګڼل کېږي.

د ارادې ورځپاڼه د ګرمۍ د موسم را رسېدل او په هېواد کې د نا امنيو او تاوتريخوالو زياتېدو ته اشاره لري او په دې اند ده چې په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې تر ١١کلن شتون وروسته بيا هم په افغانستان کې جګړه او جګړې ته د لمن وهلو لاملونه د پخوا په څېر پر خپل حال پاتې دي.

دغه ورځپاڼه د افغان جګړې کورني لاملونو، لکه د اداري فساد شتون، د دولت ضعف، د چارواکو بې کفايتي، فقر او بېکاري او ناسم مديريت په بڼه کې شمېري، خو د هغې په ترڅ کې د پاکستان په څېر د ګاونډيانو د استخباراتي کړيو مداخله هم يادوي او ليکي، چې دوست هېوادونه او د افغانستان نړيوال ملګري هم په نيت کې رښتينولي او په عمل کې اخلاص نه لري.

ارادې ورځپاڼې همدارنګه ناټو او امريکا تورن کړي دي، چې د ورځپاڼې په خبره د تبليغاتي سوژو په پلې کولو سره يې له تبليغاتي ډيپلوماسۍ ګټه پورته کړې او کم ترکمه يې په ملي او نړيواله کچه عامه افکار ننګولي دي.

د محور ورځپاڼه د امنيتي ستونزو ډېروالي ته پاملرنه کړې او په دې اړه په افغانستان کې د امريکا او ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان الن هغه څرګندونې څېړي چې ويلي يې وو، روان کال به په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لپاره له ننګونو ډک کال وي.

محور ورځپاڼه جنرال جان الن د افغانستان د وضعيت په اړه د باخبره کړۍ يوه مهمه مهره او سټه ګڼي چې معلومات يې د پاملرنې وړ دي، خو له دې سره سره د افغانستان د دې بدې ورځې پړه د بهرنيانو او په سر کې د امريکا پر غاړه ده؛ ځکه د ورځپاڼې په خبره دوى د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې پر ځاى دلته امريکايي سرتېري زياتول.

دغه ورځپاڼه د افغانستان د ستونزې د حل يوازېنې لاره د افغان ځواکونو د پياوړې کېدل ګڼي او پوښتي اوس چې حالت خرابېدونکي لوري ته روان دى، آيا نړيواله ټولنه د جان الن په څېر يوازې خبر دارى ورکړى او که په عملي ډول هم څه کولاى شي.

د ماندګار ورځپاڼه د تور پوشانو پر وړاندې له پوښتنې ډکه چوپتيا، تر سرليک لاندې د نورستان په ولايت کې د پاکستاني طالبانو نفوذ او مېشتېدو ته اشاره لري او په داسې حال کې چې دولت په دې اړه په چوپتيا تورنوي، ليکي چې تر اوسه په دې اړه هېڅ ډول حرکت له هېڅ لوري نه دى ترسره شوى.

ماندګار ورځپاڼه وړاندې بيا له خپله انده د طالبانو کړنې او د هغې را ولاړې شوې ستونزې څېړي او ليکي، په تاسف چې د هېواد ولسمشري او د بهرنيو چارو وزارت پاليسي جوړونکي ټول داسې له شورشيانو سره په خبرو اترو بوخت دي، چې د خلکو لوري يا د هغوى ستونزو ته د کتلو وخت هم نه لري.

د سرنوشت ورځپاڼه هم په نورستان کې د پاکستاني طالبانو را غونډېدل څېړي او په دې اند ده چې وسله وال مخالين د خپلې نوې نظامي تګلارې له مخې غواړي له سوېلي ولايتونو څخه جګړه ختيځو او سوېل ختيځو ولايتونو ته ولېږدوي.

سرنوشت ورځپاڼه وړاندې بيا د نورستان ستراتيژيک موقعيت ته اشاره لري او په دې اند ده چې پاکستاني طالبان او نور بهرني جنګيالي له پاکستان څخه دغه ولايت ته را اوښتي او په دغه ولايت کې د خپل نفوذ د پراختيا ترڅنګ هڅه کوي چې د افغانستان نور ختيځ او ان شمال ختيځ ولايتونه هم له دې لارې اغېزمن کړي.

د ويسا ورځپاڼه بيا له ولس څخه هيله لري چې بايد د نوي مشرتابه راپورته كولو په اړه فكر وكړي او همدارنګه د ځينو جهادي مشرانو له خوا د سولې د عالي شورا د رياست ترلاسه کولو هڅو ته يې ګوت نيونه کړې ده.

دغه ورځپاڼه د افغانستان او د افغان ولس ستونزې او کړاوونه يو يو يادوي او ليکي، چې په هېواد كې د ړندو وحشتونو په اړه، د لرې او نږدې استخباراتي شبكو د تورو لوبو پر خلاف زموږ يوه مشر هم يوه ورځ كوم خبري كنفرانس ورنه كړ، نه يې كومه اعلاميه خپره كړه چې د ولس د ګټو دفاع په كې شوې وي، نو د سولې د عالي شورا رياست ولې دومره دوى ته مهم دى؟

ويسا ورځپاڼه ليکي، چې که دغو مشرانو ته د سولې عالي شورا رياست د ولس د خدمت لپاره مهم برېښې، نو آيا دغه خدمت ته د جهادي مشرتابه سابقه كافي نه ده؟

د هشت صبح ورځپاڼه د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې او د سياسي اپوزېسيون اندېښنې څېړلې دي او په دې اند ده، چې اپوزېسيون د تېرو پارلماني او ولسمشريزو ټاکنو په ترڅ کې له پراخو درغليو څخه د تجربې په اخيستنې سره، د ټاکنو او له ټاکنو څخه د ملګرو ملتونو سازمان د څار پر روڼ والي ټينګار کوي.

هشت صبح ورځپاڼه د ټاکنو په قانون کې د بدلون راوستلو هڅو ته پاملرنه کوي او ليکي چې د ټاکنو نوى قانون بايد د تېرو ټاکنو له کميو او نيمګړتياوو څخه د تجربې په ترلاسه کولو سره تدوين او بيا عملي کړاى شي.

د افغانستان ورځپاڼه په خپله نننۍ سرمقاله کې د شپې عمليات، واقعيتونه او تناقضونه، تر سرليک لاندې له امريکا سره د ستراتيژيک تړون د نه لاسليک لاملونو ته ګوته نيسي او په دې اړه د افغان دولت دوو غټو شرطونو ته، چې د بګرام زندان د مسؤوليت سپارل او د بهرنيو ځواکونو له خوا د شپې د عملياتو درېدل دي، اشاره لري او د دفاع وزارت هغه خبرې څېړي چې وايي اوسمهال اتيا سلنه د شپې عمليات د افغان ځواکونو له خوا ترسره کېږي.

د افغانستان ورځپاڼه بيا وړاندې ليکي، کله چې اتيا سلنه د شپې عمليات د افغاني ځواکونو له خوا ترسره کېږي، نو بيا د نړيوالو ځواکونو خلاف دا ټولې ګوت نيونې او نارې سورې د څه لپاره دي؟ آيا د ملکي وګړو ټوله مرګ ژوبله د شپې د عملياتو په هماغه شل سلنه کې ترسره کېږي چې د ناټو ځواکونه يې مسؤوليت لري؟

دا ورځپاڼه دې د ضد او نقيضو څرګندونو ته په پاملرنې سره ليکي، چې د شپې د عملياتو د درېدو د غوښتنې ترشا، د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې تر اندېښنې وړاندې، له امريکا څخه امتياز غوښتنه او طالبانو ته د امتياز ورکونې موضوع مطرح ده.

 خو د باور ملي ورځپاڼه بيا د افغانستان ورځپاڼې پر خلاف، د شپې عملياتو افغاني کول يوه ملي غوښتنه ګڼلې ده او د ملي دفاع وزارت دغه غوښتنې ته په پاملرنې سره، چې افغان ځواکونه د هر ډول عملياتو د ترسره کولو قوت لري، هيله لري ترڅو ژر تر ژره د شپې عملياتو مسؤوليت هم افغان ځواکونو ته ورکړل شي.

 ملي باور ورځپاڼه ليکي، په هغو ولايتونو کې چې امنيتي مسؤوليتونه يې افغان ځواکونو ته سپارل شوي دي، امنيتي وضعيت د پخوا په پرتله، ډېر ښه شوى دى.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.