ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ کې د کوکنارو په کر کې ٥٠ سلنه ډېروالى راغلى

author avatar
8 Apr 2012 - 18:20
author avatar
8 Apr 2012 - 18:20

اسعداباد (پژواک ٢٠ ورى ٩١): چارواکي وايي چې سږ کال د کونړ په لسو ولسواليو کې کوکنار کرل شوي دي، چې د تېر کال په پرتله ٥٠ سلنه زياتوالى ښيي.

 د هغوى په وينا، د کوکنارو د اړولو کمپاين د کونړ له نورګل ولسوالۍ څخه پيل شوى او په ټولو سيمو کې به کرل شوي کوکنار واړول شي.

 په کونړ ولايت کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس ادريس ساپي پژواک اژنس ته وويل، چې سږ کال د کونړ په لسو ولسواليو کې پر ٥٧٠ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي و.

 د هغه په وينا، دا د تېر کال په پرتله د کوکنارو په کر کې٥٠ سلنه زياتوالى ښيي.

 نوموړي زياته کړه، چې په ډېره کچه په ماڼوګي او شيګل ولسواليو کې کوکنار خلکو کرلي دي.

 د ده په خبره، د کونړ په څلورو ولسواليو کې کوکنار نه دي کرل شوي، چې په ځينو سيمو کې وسلوالو طالبانو خلک د کوکنارو له کرلو منع کړي دي.

 د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي پژواک اژانس ته وويل، چې د کوکنارو د اړولو کمپاين يې د نورګل ولسوالۍ له مزار درې څخه پيل کړى او په دغې دره کې ١٥٠ جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوه.

 ده وويل: ((د کوکنارو د له منځه وړلو لپاره مو په کونړ کې نن رسمي کمپاين شروع کړ او په لسګونو جريبه ځمکه د خلکو په همکارۍ له کوکنارو پاکه شوه.))

 د سيمې اوسېدونکي وايي، چې په کونړ کې د خلکو کرنيزې ځمکې لږې دي او دولت بايد له دوى سره د کيمياوي سرو او اصلاح شويو تخمونو مرسته وکړي.

 د نورګل ولسوالۍ اوسېدونکى نقيب الله، چې په دغه کمپاين کې يې برخه اخيستې، وايي چې د کوکنارو د اړولو په بدل کې بايد له کروندګرو سره مرسته وشي.

 نوموړي زياته کړه: ((د خلکو يو نيم پټى دى، ځمکې نه لري چې کوکنار ونه کري، نو له څه شي د کور مصارف پوره کړي.))

 د يادونې وړ ده، چې خلک په دغه ولايت کې د کوکنارو د کر ډېروالى د کرنيزو ځمکو کمښت او د دولت له خوا د کېمياوي سرو او اصلاح شويو تخمونو د مرستو نه کول بولي.

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.