لښکرګاه (پژواک ٢٢ ورى ٩١): دکورنيو چارو وزارت په هلمند کې د دغه ولايت لپاره د طالبانو د مرستيال والي د نيولو خبر ورکړى دى.
د کورنيو چارو وزارت له خوا د وري په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پوليسو د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې وړمه ورځ د سيدغلام په نوم د وسلوالو طالبانو يو تش په نوم مرستيال والي، چې په جانان مشهور و، نيولى دى.
سرچينې زياته کړې، چې له نوموړي څخه پوښتنې پيل شوې دي.
بلخوا د هلمند د والي وياند داوود احمدي پژواك اژانس ته وويل، چې تېر ماښام شپږ نيمې بجې په سنګين ولسوالۍ كې د دولت دوه مخالفين، په يوه فلاينکوچ موټر کې د چاودېدونکو توکو د ځاى پرځاى کولو پر مهال ووژل شول.
هغه زياته کړه،دغو کسانو غوښتل د ورانکاره کړنو د ترسره کولو لپاره په موټر کې چاودېدونکي توکي ځاى پرځاى کړي، چې پرې چاودېدلي او له امله يې دواړه مخالفين وژل شوي دي.
احمدي وايي، په دې پېښه کې، چې د سنګين بازار ته څېرمه رامنځته شوې، دوه وسلوال طالبان وژل شوي او دوه نور په ټپي حالت کې پوليسو نيولي دي.
د والي وياند وويل، پرون د ګرشک ولسوالۍ په بازار کې د يوې چاودنې له امله، چې د رېکشې په وسيله ترسره شوه، درې پوليس ټپي شول.
دى وايي، چې ټپي پوليس روغتون ته وړل شوي، خو د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.
د کورنيو چارو وزارت دا هم ويلي، چې پوليسو د کندهار ښار په لسمه امنيتي حوزه کې يو ځانمرګى بريد کوونکي له چاودېدونکو توکو ډک واسکټ سره نيولى دى.
سرچينې دغه راز ويلي، چې د يوسف په نوم يو وسلوال مخالف له هغه وروسته له پوليسو سره د کندهار په ميانشين ولسوالۍ کې يو ځاى شو، چې بل وسلوال مخالف يې وواژه.
وسلوالو طالبانو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن