Language

په مزار کې سلګونو تنو د انځورونو ننداره وکړه

مزارشريف (پژواك ٢٢ ورى ٩١): د بلخ ولايت په مركز مزارشريف كې سلګونو تنو د ((د افغانانو تر سترګو نوى افغانستان)) ترسرليك لاندې د خبري ټولنيزوانځورونو ننداره وكړه.

په دغه نندراتون كې، چې تېره اونۍ پيل او پرون ناوخته پاى ته ورسېد،په كابل كې د درېيمې سترګې په نوم د فوټو ژورناليزم مركز له خوا ۱۴۲ بېلابېل انځورونه نندارې ته وړاندې شوي وو.

د درېيمې سترګې فوټو ژورناليزم د مركز مشر نجيب الله مسافر پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د دوى موخه د يادې نندراې له لارې د افغاني ټولنې پټې خواوې رابرسېره کول او په افغانانو كې د وطن پالنې روحيې ته وده وركول دي.

نوموړي زياته كړه، چې په تصويرونو كې د افغانستان د وروستۍ لسيزې هر اړخيز حالات انځور شوي وو، چې له لارې يې د نوي افغانستان د ښودو هڅه شوې ده.

د هغه په وينا، د نندارتون د پرانيستې په ورځ نږدې ۳۰۰ تنو ونډه اخيستې وه، چې له هغې وروسته له ۲۰۰ تر ۲۵۰ تنو د تصويرونو نندارې ته راتلل.

د هغه په وينا، دغو تصويرونو د افغانستان له شلو ولايتونو څخه د ۱۴ انځورګرانو په لاس اخيستل شوي دي.

نندارې ته وړاندې شوي تصويرونه، چې ډېرى خبري او ټولنيز ارزښت درلود بېلابېلې كيسې له ځان سره لري.

محمدنسيم سيامك، چې په همدې ننداره كې يې څلور اخيستل شوي تصويرونه نندارې ته وړاندې شوي وو، يو تصوير يې په غور ولايت كې د جام منار تصوير و.

سيامك وويل،چې له دغه تصويرڅخه يې موخه دافغانستان دتاريخي ځايونو ښكارندويي ده، چې بايد وساتل شي.

نوموړي زياته كړه، چې له تېر يو كال څخه د تصوير اخيستلو له هنر سره اشنا شوى او خوښ دى، چې نن يې تصويرونه نندارې ته وړاندې شوي دي.

د تصويرونو نندارچيانو هم دغه نندارتون خوښ كړ.

دمزارشريف اوسېدونكي محى الدين پژواك ته وويل، چې په لومړي ځل يې د افغانستان داسې تصويرونه وليدل، چې د جنګونو كيسې په كې نشته دي.

نوموړي زياته كړه، چې په دغو تصويرونو كې رښتيا هم افغانستان له نوې زاويې څخه ښكاره شوى، چې د وطن پالنې احساس وركوي.

د بلخ د اطلاعاتو او کولتور رييس صالح محمد خليق ، چې د نندارتون په پرانيسته كې يې ونډه اخيستې وه، پژواك ته وويل، چې ياد نندارتون هم د ۱۳۹۱لمريز د نوروز د جشن په لړ كې نندراې ته وړاندې شوى دى.

نوموړي زياته كړه، چې په تصويرونو كې د افغانستان د تاريخي ځايونو سربېره د افغاني فرهنګ او كولتور هم راخيستل شوى، چې د نندراچيانو پام ځان ته راړوي.

Related Topics