ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مسووليتونو تر لېږد وروسته د افغان ځواکونو په شمېر کې ١٢٢ زره کموالى راوستل کېږي

د مسووليتونو تر لېږد وروسته د افغان ځواکونو په شمېر کې ١٢٢ زره کموالى راوستل کېږي

author avatar
11 Apr 2012 - 13:29
د مسووليتونو تر لېږد وروسته د افغان ځواکونو په شمېر کې ١٢٢ زره کموالى راوستل کېږي
author avatar
11 Apr 2012 - 13:29

کابل (پژواک ٢٣ ورى ٩١): ټاکل شوې د ٢٠١٤ کال تر پايه د امنيتي وضعيت په پام کې نيولو سره د افغان ملي ځواکونو په شمېر کې شاوخوا ١٢٢ زره کموالى راشي .

دغه څرګندونې د ملي دفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردګ پرون په واشنګټن کې د امريکا له دفاع وزير او نورو پوځي چارواکو سره تر ليدنې وروسته په يوه خبري غونډه کې کړې دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزير جنرال وردګ او د کورنيو چارو وزير جنرال بسم الله خان له يوه لوړ پوړي دولتي پلاوي سره درې ورځې وړاندې واشنګټن تللى دى.

امريکايۍ ورځپاڼې نيويارک ټايمز د وري په ٢٣مه خبر ورکړى، چې د افغانستان د ملي دفاع وزير جنرال رحيم وردګ له امريکايي سيال سره تر ليدنې وروسته په يوه خبري غونډه کې د افغان ملي ځواکونو په شمېر کې د کموالي اعلان وکړ.

د افغانستان د دفاع وزير ويلي، چې د اوسني پلان له مخې به د روان ٢٠١٢ زېږديز کال تر پايه د افغان ملي ځواکونو شمېر ٣٥٢ زرو تنو ته ورسېږي.

جنرال وردګ وويل، چې په دې اړه د افغانستان حکومت او نړيوالې ټولنې، چې د افغان جګړې لګښتونه ورکوي، په دې خبره په اصولو کې موافقه کړې، چې د ٢٠١٤ کال له پاى ته رسېدو مخکې بايد د افغان ملي ځواکونو شمېر ٢٣٠ زرو ته راټيټ  شي.

د يادونې ده، چې تر يادې نېټې پورې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو په مشرۍ د عملياتو پروسه پاى ته رسېږي او د امنيت ټولې چارې نه يواځې افغانانو ته سپارل کېږي، بلکې جنګي عمليات به هم د افغانانو په مشرۍ ترسره کېږي او د اړتيا پر مهال بع بهرني ځواکونه حمايوي رول لري.

د ملي دفاع وزير زياته کړه، چې د افغان دولت او اتحادي هېوادونو په دې موافقه کړې، چې ياده شمېره به بېرته د ٢٠١٤ کال پاى ته له رسېدو څخه مخکې راټيټوي.

جنرال وردګ په ډاګه کړه، چې په ملي ځواکونو کې د اټکل شوي کمښت پرېکړه د (د راتلونکو پلانونو لپاره يو تصوري ماډل) د پاليسۍ له مخې شوې ده.

خو هغه زياته کړې، چې دغه کموالى په يو ځايي نه، بلکې په تدريجي ډول ځمکنيو حقايقو ته په کتو سره ترسره کېږي.

د ملي دفاع وزير ويلي، چې له دغه کموالي څخه وړاندې به هڅه وشي، چې په افغانستان کې امنيتي حالت ښه کړى شي.

ټاکل شوې چې راتلونکې مياشت د امريکا په شيکاګو ښار کې د ناټو په ولسمشريزه غونډه کې د افغانستان د ملي ځواکونو د لګښتونو او تمويل په اړه پرېکړې وشي.

په دې غونډه کې به د افغان ملي ځواکونو د معاشونو، وسايلو او روزنې په برخه کې لګښتونه معلوم شي، دا په داسې حال کې ده، چې دا لګښتونه اوس هم د بهرنيانو له خوا ورکول کېږي.

په کابل کې د ناټو يوې سرچينې پژواک ته ويلي، چې د افغانستان د ملي ځواکونو د کال لګښت اوه ميليارده ډالره دى، چې ٨٠ سلنه يې د امريکا له خوا ورکول کېږي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، کله چې د افغان ملي ځواکونو شمېر ٢٣٠ زرو ته راټيټ شي، نو کلنى لګښت به يې هم څلورو ملياردو ډالرو ته راټيټ شي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.