کلات (پژواک ٢٣ ورى ٩١): د زابل ولايت په مرکز کلات ښار کې د بيارغونې د دوو پروژو کار پيل شو.
د دغو پروژو د کار د پيل پر مهال د زابل والي اشرف ناصري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دواړه پروژې د استنادي دېوالونو دي.
نوموړي زياته کړه، چې لومړی استنادي دېوال به د سينک په سيمه کې جوړ شي، چې ۴۵۰ متره اوږدوالی او درې متره جګوالی لري.
د هغه په وينا، پر دغه استنادي دېوال ۱۳۱زره امريکايي ډالره لګښت راځي او په جوړېدو سره به يې د سينک د پول، چې د کابل کندهار پر لويه لاره پروت دى او د خلکو د زراعتي ځمکو د ويجاړېدو مخنيوى وشي.
د زابل والي زياته کړه، چې دويم استنادي دېوال د کلات ښار په لوېديځ د ملابرات په کلي کې پر يو کانال باندې جوړيږي چې اوږدوالی يې ۷۰۰ مترو ته رسېږي او ۲۵۴زره امريکايي ډالره لګښت پرې راځي.
ناصري وويل، چې د دواړو پروژو لګښت د کليو پراختيا وزارت د سيمه ييزې پراختيا د پروګرام له بودجې څخه ورکول کېږي او کار به يې د شپږو مياشتو په موده کې بشپړ شي.
د ملا برات کلي يوه اوسېدونکي سيدمحمد پژواک اژانس ته وويل، چې په کلي يې د استنادي دېوال جوړېدو ته سخته اړتيا ده.
نوموړي وويل، چې له دې مخکې به د ژمي او سېلابونو په وخت کې د ملابرات د کلي شاوخوا هغو کورونو ته، چې دغه کانال ته نږدې جوړ شوي وو زيان رسېده، خو د دغه دېوال په جوړېدو به د دغه زيان مخه ونيول شي.
نوموړی زياتوي، چې د بيارغونې د پروژو په پيل سره به د کلات ښار لسګونه وزګارو ځوانانو ته د کار زمينه هم برابره شي.
په زابل ولايت کې په داسې حال کې د دغو دوو پروژو کار پيلېږي، چې د دغه ولايت اوسېدونکي له ولايتي او مرکزي ادارې د لا زياتو پرمختيايي پروژو غوښتنه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP