منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۴ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

په کلات ښار کې د دوو پروژ کار پيل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۱ کتنې

کلات (پژواک ٢٣ ورى ٩١): د زابل ولايت په مرکز کلات ښار کې د بيارغونې د دوو پروژو کار پيل شو.

د دغو پروژو د کار د پيل پر مهال د زابل والي اشرف ناصري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دواړه پروژې د استنادي دېوالونو دي.

نوموړي زياته کړه، چې لومړی استنادي دېوال به د سينک په سيمه کې جوړ شي، چې ۴۵۰ متره اوږدوالی او درې متره جګوالی لري.

د هغه په وينا، پر دغه استنادي دېوال ۱۳۱زره امريکايي ډالره لګښت راځي او په جوړېدو سره به يې د سينک د پول، چې د کابل کندهار پر لويه لاره پروت دى او د خلکو د زراعتي ځمکو د ويجاړېدو مخنيوى وشي.

د زابل والي زياته کړه، چې دويم استنادي دېوال د کلات ښار په لوېديځ د ملابرات په کلي کې پر يو کانال باندې جوړيږي چې اوږدوالی يې ۷۰۰ مترو ته رسېږي او ۲۵۴زره امريکايي ډالره لګښت پرې راځي.

ناصري وويل، چې د دواړو پروژو لګښت د کليو پراختيا وزارت د سيمه ييزې پراختيا د پروګرام له بودجې څخه ورکول کېږي او کار به يې د شپږو مياشتو په موده کې بشپړ شي.

د ملا برات کلي يوه اوسېدونکي سيدمحمد پژواک اژانس ته وويل، چې په کلي يې د استنادي دېوال جوړېدو ته سخته اړتيا ده.

نوموړي وويل، چې له دې مخکې به د ژمي او سېلابونو په وخت کې د ملابرات د کلي شاوخوا هغو کورونو ته، چې دغه کانال ته نږدې جوړ شوي وو زيان رسېده، خو د دغه دېوال په جوړېدو به د دغه زيان مخه ونيول شي.

نوموړی زياتوي، چې د بيارغونې د پروژو په پيل سره به د کلات ښار لسګونه وزګارو ځوانانو ته د کار زمينه هم برابره شي.

په زابل ولايت کې په داسې حال کې د دغو دوو پروژو کار پيلېږي، چې د دغه ولايت اوسېدونکي له ولايتي او مرکزي ادارې د لا زياتو پرمختيايي پروژو غوښتنه کوي.