ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دکابل د نن چاپ ورځپاڼو  غورچاڼ

دکابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

author avatar
14 Apr 2012 - 13:32
دکابل د نن چاپ ورځپاڼو  غورچاڼ
author avatar
14 Apr 2012 - 13:32

کابل ښار(پژواک،٢٦ ورى،٩١) :  تر خپلې ټاکلې مودې وړاندې د ولسمشرېزو ټاکنو ترسره کېدل اوپه دې اړه د ولسمشر کرزي  هغه څرګندونې ،چې د ناټو له سرمنشي سره يې په ګډه خبري ناسته کې کړې دي، د کابل چاپ د ورځپاڼو ددې اونۍ د پيل تر ټولو  ګرمه موضوع ده.

د افغانستان ورځپاڼه  د ولسمشريزو ټاکنو په  درشل کې  لويه لوبه ، تر سرليک لاندې  افغانستان ته د ٢٠١٤ کال  اهميت او ارزښت شميري  اوپه دې اند  ده ، چې حکومت  دبېلابېلوبهانو په وړاندې کولو سره غواړي د ولسمشريزه ټاکنو  د ترسره کېدو  او يا حد اقل په خپل وخت د هغې د ترسره کېدو څخه  سرغړونه  وکړي.

دافغانستان ورځپاڼې د سرمقالې ليکوال په دې باور دى ، چې په افغانستان کې حکومتونو تل خپلې غوښتنې د ولس د ګټو ترنامه لاندې  توجيه کړې دي، او اوس هم حکومت  هڅه کوي، ترڅو خپله دغه غوښتنه د ولس د ګټو تر نامه لاندې توجيه کړي ،خو د  ورځپاڼې په خبره  دغه  ډول توجيه دافغانستان د خلکو د تمې خلاف   او له اساسي قانون سره هم  په تضاد کې  ده ، چې د هېواد سياسي ډلې هم په جدي بڼه له هغې سره  مخالف دي.

ددې ورځپاڼې په خبره، تر دې وړاندې هم  حکومت په بېلابېلو لاسوندونو سره دخپلو خاصو موخو په لټه کې و اواوس هم  ديوې بلې سترې لوبې  د پرلاره اچونې هڅه کوي، خو د ورځپاڼې په خبره، دا لوبه به  د افغانستان د راتلونکې لپاره ډېره خطرناکه وي.

د ماندګار ورځپاڼه ،چې  د حکومت دسياسي اپوزيسيون دنظرياتو  رسمي څرګندويه ده، د ورته موضوع په څېړلو سره  ر اتلونکې ولسمشريزه ټاکنو د ځنډېدو او نه ترسره کېدو دواړو خطرونو سره مخ ګڼي او له ټاکلې مودې نه وړاندې ددې ټاکنو د ترسره کېدو په اړه د ولسمشر کرزي څرګندونو ته په پاملرنې سره ليکي ،چې  کېداى شي دا د ولسمشر يو سياسي چال وي ، ترڅو  دټاکنو پروګرام له خپل وخته وروسته کړي.

دغه ورځپاڼه دې ټکې ته هم اشاره لري ، چې تر اوسه  سياسي جريانونو او د ټاکنيزو رقابتونو اصلي دعوېدارانو  دې ټاکنو ته خپل کانديدان نه دي ځانګړي کړې،  نو له دې امله د ورځپاڼې په خبره  د ټاکنو د مودې را وړاندې والى کولاى شي د ولسمشر کرزي له خوا  د خپلو ټاکنيزو  رقيبانو  د غافلګير کولو په مانا هم وګڼل شي.

د هشت صبح ورځپاڼه  دا موضوع له بل  ليد لوري څېړي  او ددې پوښتنې په را ولاړولو سره ، چې  تر وخت وړاندې ټاکنې د چا په ګټه دي  اوله وخت وړاندې  له  ټاکنو  سره  د ولسمشر کرزي  د دلچسپۍ  نه شتون  ته په اشارې سره  ليکي ،چې  داسې  ښکاري چې  لوېديځ متحدين  تر  بل هرچا زيات  مينه لري ،چې  په ٢٠١٤ کې د افغانستان تر پرېښودو وړاندې ، دافغانستان د ټاکنو برخليک څرګند شي.

دغه ورځپاڼه دخپلې ليکنې په  دوام  په تېرو لسو کلونو کې د ولسمشر کرزي  ناکاميو ته ګوته نيسي اوپداسې حال کې چې  په دې اړه دهغه د لويديځوالو متحدينو  اندېښنې څېړي ، ليکي چې  غوره به  دا وي تر څو لومړى  د ټاکنو دقانون، د ټاکنو دکميسيون او د رايې ورکونې د شرايطو درلودونکو د کره شمېرې په اړه اوهمدار نګه له ځانګړيو خصوصيتونو سره د رايې ورکونې د نويو کارتونو په اړه خبرې او پرېکړه وشي ، ترڅو د ورځپاڼې په خبره، د ړنو ټاکنو  لپاره وکولاى شو زمينه برابره کړو.

دخدمتګار ورځپاڼې هم خپله نننۍ سرمقاله ورته موضوع ته ځانګړې کړې ده او په دې اند ده، چې د هيواد شرايطو ته په كتنه ليدل كيږي، چې يوكال د ټاكنو د نېټې رامخې ته كېدل به تر دې سم وي، چې له هيواد څخه د بهرنيو ځواكونو د وتلو نېټه  رامخ ته شي.

د خدمتګار ورځپاڼې  د سرمقالې ليکوال  وړاندې هغه  ګواښونه او ننګونې څېړلي، چې د ولسمشريزو ټاکنو په وړاندې شتون لري او پداسې حال کې ، چې  دحامدکرزي په مشرۍ د افغانستان اوسنۍ حکومت له ځينو مجبوريتونو سره په معامله تورنوي، په دې اند دى، چې  نوى زعيم او حكومت كېداى  شي  له دې مجبوريتونو سره په نره مبارزه وكړي او د ټاكنو په مخكې كېدو سره به يوكال ښه فرصت وي ، چې نوى حكومت له دې مجبوريتونو كامياب راووځي.

 د ارادې ورځپاڼه هم  دولسمشريزو ټاکنو په اړه  روانو ناندريو او بحثونو ته اشاره لري او د ولسمشر کرزي ددې خبرې د څېړلو په ترڅ کې ، چې کېداى شي  ټاکنې تر خپل وخت يو کال وړاندې ترسره شي ، په دې اند ده ، چې په  هر صورت بايد تر ولسمشريزو ټاکنو وړاندې  د دولت له وسلوالو مخالفينو سره د خبرو اترو اوجوړ جاړي پروسه  پاى ته ورسېږي.

د ارادې ورځپاڼه  وړاندې بيا د سولې پروسې څرنګوالى او اوسنى حالت څېړي او په دې اند ده، چې که تر ولسمشريزو ټاکنو وړاندې  دسولې پروسه ختمه نشي او په هېواد کې سوله ټېنګه نشي او همدا رنګه  که چېرې اوسني مخالفين  د ټاکنو په بهير کې فعاله ونډه وانخلي، نو د ورځپاڼې په خبره به هيڅ صورت کې به  د افغانستان راتلونکې ټاکنې  او راتلونکى حکومت  افغانستان شموله نه وي.

 همدا رنګه دملي باور ورځپاڼې  په  ورته موضوع  ليکنه کړې ده او د ټاکنو د نېټې  د بدلون لاملونه يې څېړلې دي، خو د دولت دې دليل ته په اشارې سره، چې په ٢٠١٤ کال کې به دولتي ادارې ډېرې بوختې  وي اود بهرنيوځواکونو د و تلو تر څنګ به ټاکنو ته   رسيده ګي ونشي کړاى، ليکي چې  که  دولت په يوه وخت څو کاره ترسره نشي کړاى، نو بيا ولي دولت ورته ويل کېږي؟

 ملي باور ورځپاڼه دې څېړنې ته په پاملرنې سره  ، چې د ټاکنو په نېټه کې بدلون د ولسمشر خپله غوښتنه نه ده   بلکې   د بهرنيانو دفشار په پايله کې دا پرېکړه شوې ده ، په دې اند ده ،چې  د ولسمشر دا اقدام په هر حال  د اساسي قانون خلاف شمېرل کېږي او دا  دليل د ورځپاڼې په خبره، هېچاته د منلو وړ نه دى ، چې د دولت بوختيا، ددې را مخ ته توب سبب ګڼل کېږي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.