ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کوېټه کې ١٧ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

په کوېټه کې ١٧ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

author avatar
14 Apr 2012 - 12:35
په کوېټه کې ١٧ تنو ته مرګ ژوبله واوښته
author avatar
14 Apr 2012 - 12:35

کوېټه (پژواک ٢٦ ورى ٩١): ناپېژانده وسلوالو له نن سهار راهيسې د کوېټې ښار په بېلابېلو برخو کې بريدونه کړي، چې له امله يې تر اوسه ١٧ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

لومړنى بريد نن (د وري په ٢٦مه) سهار مهال د کوېټې په بروري سړک پر يوه موټر شوى، چې په کې اوه تنه وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.

د بروري د سړک د پوليسو مشر سردار ملک ارشد پژواک خبري اژانس ته وويل،چې بريد د سيمې د هزاره وګړو پر يوه موټر شوى دى.

دى وايي، څو موټرسايکل سپرو وسلوالو د هزاره ګانو پر موټر بريد کړى او تښتېدلي دي.

د ارشد په خبره، تر لومړي بريد لږ وروسته د کوېټې ښار په شالکوټ سيمه کې هم ورته بريد شوى، چې له امله يې يو پوليس وژل شوى او يو بل عام وګړى ټپي دى.

دې ته ورته د کوېټې ښار په سبزل سړک هم وسلوالو پر يوه موټر ډزې کړي، چې په کې يو تن وژل شوى او درې نور ټپيان دي.

په يادو پېښوکې دقرباني کورنيو غړو دغه مهال د کوېټې ښار ډېرى سړکونه او دوکانونه تړلي او لاريونونه يې پيل کړي دي.

تر اوسه لاريون کوونکو د بلوچستان ميډيکل کالج مخې ته يو موټر ته هم اور ور اچولى او  په ښار کې  ځينو سړکونو يې ډزې هم کړې، چې تر اوسه يې مرګ ژوبله نه ده څرګنده.

تر دغه مهاله د پېښې مسووليت چا نه دى منلى، خو څو ورځې وړاندې د لښکر جنګوي په نوم د يوې مذهبي ډلې وياند احمد مروت رسنيو ته ويلي وو، چې په کوېټه کې پر هزاره ګانو او شيعه مسلمانانو بريدونه دوى کوي.

درې ورځې وړاندې هم په کوېټه کې په يو وسلوال بريد کې پنځه شيعه مسلمانان وژل شوي وو.

 

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.