کندهار ښار (پژواک ٢٧ ورى ٩١): تر اوږده ځنډ وروسته د کندهار د ولايتي شورا رييس، مرستيال او منشي د رايو په اکثريت وټاکل شول او په دندو يې پيل وکړ.
د کندهار ولايتي شورا، چې د احمد ولي کرزي تر وژل کېدو وروسته يې فعاليت ټکنى شوى و او وروسته د اداري هيئت د ټاکلو پر سر د خپلمنځي ستونزو له امله، د تېر کال د سلواغې له ٢٥مې راهيسې د خلکو پر مخ تړلې وه.
د ولسمشر حامد کرزي ورور او د کندهار د ولايتي شورا رييس احمد ولي کرزى د تېر ١٣٩٠ لمريز کال په چنګاښ کې د خپل يوه ساتونکي له خوا په خپل کور کې ووژل شو.
د اصولو له مخې، هر کال بايد د ولايتي شورا د غړو تر منځ د اداري پلاوي (مشر، مرستيال، منشي) د ټاکلو په موخه ټاکنې وشي؛ خو د احمد ولي کرزي تر وژل کېدو وروسته د ولايتي شورا د مشرتابه چارې د هغه د مرستيال حاجي احسان نورزي له خوا مخ ته وړل کېدلې.
د کندهار ولايتي شورا په ودانۍ کې د وري په ٢٧مه، د مديره پلاوي د ټاکلو په موخه ټاکنې وشوې، چې په کې د کندهار والي، مرستيال، د ولايتي شورا غړو، د بشر حقونو او د ټاکنو د خپلواک کمېسيون استازو ګډون کړى وو.
د دغو ټاکنو له لارې د ولايتي شورا د غړو په غوڅ اکثريت حاجي محمداحسان نورزى، چې مخکې يې د مرستيال په توګه دنده مخ ته وړه، د شورا د رييس، حاجي رحمت الله د مرستيال او حاجي حفيظ الله د منشي په توګه و ټاکل شول.
د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا، د ټاکنو پر مهال د ولايتي شورا د مخکني رييس احمد ولي کرزي کړنې وستايلې او ويې ويل، چې د هغه تشه نه شي ډکېدلى.
والي له ټاکل شوي مديره پلاوي وغوښتل، چې د تېر په څېر ولايتي شورا فعاله وساتي، د خلکو خدمت وکړي او په دې برخه کې يې له خپل لوري د هر اړخيزو مرستو ډاډ ورکړ.
د کندهار د ولايتي شورا نوي ټاکل شوي رييس حاجي محمد احسان هم ژمنه وکړه، چې د خلکو ستونزې به هواروي او له هغوى سره به همکاري کوي.
د کندهار د ولايتي شورا د مخکيني رييس احمد ولي کرزي تر وژل کېدو وروسته، داسې مهال د دغې شورا لپاره مدير هيئت ټاکل کېږي، چې شاوخوا دوې مياشتې د شورا دروازه د مراجعينو پر مخ تړل شوې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP